د ترکيې حکومت وايي د درو متقاعدو جنرالانو په ګډون به ٣٣ پوځي افسران د حکومت د چپه کېدو په تور محاکمه کړي.
پر دغه افسرانو تور لګېدلئ چي په مسجدونو، کليساوو کي يې د چاودنو او د عيسوي او يهودي اقليتونو د ترورونو پلانونه يې جوړ کړي وو.
د ترکيې حکومت وايي دغه پوځي افسران د سيکولر يا پر دين نه ولاړ نظام پلويان دي، چي د حاکم اسلامي ګوند د بدنامولو هڅه کوي.
د ترکيې اوسنى ولسمشر او صدراعظم دواړه د يوه اسلامي ګوند څخه دي او د ترکيې په اساسي قانون کي د پر دين نه ولاړ حکومت په ماده کي د بدلون هڅه کوي، خو د پوځ سيکولران يې مخالفت کوي.
د ترکيې حکومت ويلي د کودتا، چاودنو او ترورونو په تور يې ٤٠ افسران نيولي چي د جون پر ١٥ – مه به يې محاکمه پيل سي.