کور / تازه خبرونه / کوټه: نامعلومو وسله والو درې تنه ووژل

کوټه: نامعلومو وسله والو درې تنه ووژل

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د نامعلومو وسله والو له خوا درې تنه وژل سوي دي.
د کوټي پوليس وايي د سرياب روډ په سردار کاريز کي پر موټرسايکل ناستو وسله والو پر يوه موټر ټکان وکړل، چي له امله يې درې تنه ټپيان او وروسته په روغتون کي مړه سول.
د دې حملې په هکله پوليسو نور جزيات نه دي ورکړي، چي وژل سوي کسان څوک او په کومه ډله پوري تړاو لري.
په کوټه کي له تيرو دوو کالو راهيسي پنجابيان د بلوڅانو له مخالفت سره مخ دي او اکثره وخت يو بل سره وژني.