تيره پنجشنبه دناټويولوړپوړي جنرال برونوكاسدروف دجرمني ،آي ،آر،ډي راډيوسره په يوه مركه كي وويل:چي داتړون هوډلري چي سږكال دافغانستان په شمالي ولايت كندز كي دافغان دولت دمخاليفينو پرضد عمليات وكړي ولي نوموړي په دغوعملياتوكي دځواكونو دبرخي اخيستنې دشميراونوروجزئياتوپه اړه ونه غږيده .
په كندوزكي داحتمالې پيلدونكيوعملياتوپه اړه ددغه ولايت دوالي وياند محبوب الله سعيدي شمشاد سره په يوه ځانګړي مركه كي وويل : چي دوي واردمخه ددغه ډول عملياتو دپيليدو هيله لرله چي په دغه ولايت كي د دولت ضدمخالفينوپروړاندي پراخ تصفيه وي عمليات په لاره واچول شي ترڅوسيمه ددولت ضدمخالفينودشتون ځني پاكه كړي .
سعيدي په دغه عملياتوكي دځواكونودونډي اخيستني اودعملياتودمكانيزم په اړه دمالوماتو وركولوڅخه ډډه وكړه ولي زياته يي كړه چي په دغه عملياتوكي به بهرنې اوكورني ځواكونه برخه واخلي . هغه ديوې پوښتنې په ځواب كي وويل په دغوعملياتوكي ملكې وګړوته دمرګ ژوبلې اوښتنې مسلې ته به پاملرنه وشي ، خوهغه داهم وويل تراوسه دعملياتوپه اړه ناټوتړون له دوي سره كومه سلا مشوره نده كړي . خوله بل لوري ديادولايت يوشميراوسيدونكې دعملياتودپيليدوپه اړه بيلابيل نظرونه لري يوتن ۵۷ كلن حاجي ګلدين وايي ( په افغانستان كي جګړه دحل لاره نده بايد دجګړې پرځاي دولت اونړيوال انډيوالان ئي دبيارغونې چارې پياوړې كړي اوخلكوته دكار زمينه پيداكړي ترڅوخلك دجګړوڅخه لاس په سرشي همدغه راز۲۲ كلن جان محمد خټګر بياوايي جګړه يي ښه نه ايسي هركله چي ددوي په كلي كي جګړه پيښه شويده ددوي كورونه ويجاړشوي ، خلك يي ګډوال شوي اوآبادفصلونه يي له منځه تللي دي . جان محمد زياتوي چي اوس دبزګرانودكاروخت دي كه دغه عمليات وروسته پيل شي دابه ښه وي . همدارنګه طالبانوهم کلید ته په خپل غبرګون كي دعملياتوپه اړه ويلي دي چي ددوي ځواكونه په کندوزاودهیوادپه نوروبرخوکی د عملياتو پروړاندي پوره چمتوالي لري اوداعمليات به د دوي ځواك مات نه شي كړي .