سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما انډونيزيا او اسټراليا ته پلان سوئ سفر د جون تر مياشتي پوري وځنډاوه.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس خبريالانو ته وويل د د سفر د ځنډ علت د روغتيايي اصلاحاتو د مسودې د تصويب په خاطر ځنډول سوئ دئ چي په مشرانو جرګه کي بحث ورباندي کېږي.
نوموړي وويل ولسمشر اوباما د پلان سوي سفرپر ځنډ معذرت غوښتئ دئ. ټاکل سوې ده چي د ٩٤٠ ميليارډ ډالرو د لګښت د روغتيايي اصلاحاتو مسوده د يکشنبې په ورځ د امريکا د مشرانو جرګې ته د رايو اچولو دپاره وړاندي سي.