افغانستان ته د ملګرو ملتونو پخوانى استازى کاى آيډي وايي پاکستان د ملابرادر په نيولو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پيل سوې لړۍ وشکوله.
کاى آيډي له بي، بي، سي سره په مرکه کي پر پاکستان باندي تور ولګاوه چي د طالب مشرانو له نيولو څخه يې هدف د افغانستان د حکومت د سولي د هلو ځلو درول دي.
ښاغلي آيډي له بي، بي، سي، سره په مرکه کي دا هم وويل چي د طالبانو له استازو سره يې په دوبۍ او نورو سيمو کي څو ځله خبري کړي وې. د نوموړي په وينا د خبرو اترو دغه لړۍ تر څو اونيو پخوا وخت پوري په برياليتوب سره روانه وه، خو د پاکستان له خوا د طالبانو د دوهم مشر ملاعبدالغني برادر په نيولو د مذاکراتو لړۍ پرې سوه.
د کاى آيډي په وينا د پاکستان له خوا د ملابرادر نيول څه معمولي خبره نه ده، د هغه تر نيول کېدو وروسته اونيو، مياشتو او تر دې هم ډېر وخت ته اړتيا ده چي د طالبانو سره د سولي خبري بيرته پيل سي.
د نوموړي په وينا پاکستان د ملابرادر او نورو طالب مشرانو په نيولو هغه څه ترسره کړه، چي بايد نه يې واى کړي.
أول زما سلامونه أو نيكي هيلي ومني دوهم دتاسي دويب سايت نوي ميلمة جه نن فقط بدي بريالي شوم جه ستاسي ويب سيات ته مي لارة ومندله هو : كلة جه مي ستاسي ليكني أو رابورونه أو نور معلومات أو دبشتنو سرة خوا خوزي وليده به رشتيا جه دير خوشحاله شوم جه به نري كي لا دبشتنو او بشتو خواخوزي شته بشتو لا مره نده له ألله تعالى أرزومند يم جه لا نور هم زيادشي .نور بيا