د بلوچستان حکومت وايي د دغه ايالت پر بېلابېلو سيمو ٨٥٧ ميګاواټه برېښنا قطعه سوې ده.
د بلوچستان د اجرائيه چارو يوه مسئول شفيق خټک وايي نامعلومو کسانو د کوټي او سوۍ ترمنځ د برېښنا لينونه پرې کړي، چي له امله يې ټول بلوچستان د برېښنا له نستوالي سره مخ دئ.
د شفيق خټک په وينا په کوټه او د بلوچستان په مختلفو سيمو کي له همدې امله له ١٧ څخه تر ٢٠ ساعتونو پوري برېښنا نه وي.