د امريکا حکومت وايي د اټومي وسلو د استعمال څخه د نړۍ د ساتني په غرض پر يوه نوې مسوده باندي کار کوي، چي ډېر ژر به يې کانګرس ته د منلو دپاره وړاندي کړي.
د امريکا د دفاعي چارو مرستيال جيمزمولر د کانګرس غړو ته په وينا کي وويل، د مهالوېش له مخي خو بايد دغه نظريه د مارچ په مياشت کي وړاندي سوې واى، خو پر ځينو اړخونو د غور کولو په خاطر وځنډول سوه.
د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي تر هغو چي پر امريکا د اټومي وسلود استعمال خطر موجود وي، حکومت يې په هر صورت پر خپل اټومي صلاحيت باندي ټينګار کوي. د جيمز مولر په وينا د نوي اټومي پاليسۍ له مخي به امريکا د خپلو وسلو د ساتني دپاره هم موثري لاري چاري ولټوي.