کور / تازه خبرونه / م. ملتونه: د افغان مهاجرو ستنېدل شروع کېږي

م. ملتونه: د افغان مهاجرو ستنېدل شروع کېږي

د ملګرو ملتونو د مهاجرينو سازمان (يو، اين، ايچ، سي، آر) وايي د مارچ د ٢١ – مي نېټي څخه به افغانستان ته د مهاجرينو د ستنېدو لړۍ پيل کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو يا مهاجرينو اداره وايي په پاکستان کي ١٧ لکه افغانان د پاکستان له حکومت سره راجسټر سوي دي او پاتي نور چي په ناقانونه توګه اوسېږي له پېښور او کوټي څخه به يې هيواد ته د ستنېدو لړۍ پيل سي.
د ملګرو ملتونه اداره وايي وطن ته ستنېدونکو افغانانو ته د نفر پر سر ١٠٠ ډالره او ځيني خوراکي توکي ورکوي.