کور / تازه خبرونه / اقصى مسجد ته پر ننوتلو نوى بنديز ولګېدئ

اقصى مسجد ته پر ننوتلو نوى بنديز ولګېدئ

د اسرائيلو حکومت په بيت المقدس کي اقصى مسجد ته پر ننوتلو باندي نوى بنديز ولګاوه.
د اسرائيلو حکومت پرېکړه وکړه چي سر له نن څخه اقصى مسجد ته تر ٥٠ کلنو د لږ عمر خاوندان د لمانځه دپاره نسي ننوتلاى.
د اسرائيلو حکومت پر فلسطين باندي تر نويو راکټي حملو وروسته دغه تصميم نيولئ او نن يې د جمعې د لمانځه څخه تر ٥٠ کاله کښته لمونځ کوونکي د اقصى مسجد په په دروازه کي له لمانځه څخه راګرځول.