کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / رېچرد هالبروګ او ولسمشر حامد كرزی

رېچرد هالبروګ او ولسمشر حامد كرزی

ېو شاعر وايي
جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نه ده
خوشې مو زاړه او ځلمېان مه وژنۍ
پرېږدې چې د سولې لمر را وخېژي
دا زمونږ د زړونو ارمان مه وژنۍ
 
د ۲۰۱۰ كال د مارچ په پنځمه نېټه د امرېكا په هارورډ پوهنتون كې د افغانستان او پاكستان د پاره د امرېكا ځانګړې استازي رېچرد هالبروګ په ېوه كنفرانس كې ګڼو اورېدونكو ته په وېنا كې داسې ووېل ( امرېكا د افغانستان د سولې اوملي  پخلاېنې  په پروسه كې شامله نه ده ،طالبان د پښتنې ټولنې زېږنده ده او د پښتنو په هره كورنۍ كې ېوكس شته چې د طالبانو سره اړېكې لري ) او داې هم وېلې چې( پښتانه او طالبان ېو بل سره داسې كوشېرشوې چې جداېي نه لري) د امرېكا د ځانګړي استازې هالبروګ د وېنا مانا دا ده چې ټول پښتانه نړېوال ترورېستان او د نېشه ېې توكو كاروبارېان دي ، ترورېستان او د نېشه توكو كاروبارېان دواړه د امېركا دشمنان دې باېد له منځه لاړ شي ، د هالبرګ څرګندونو ته ورته  د ټولټاكنو د مخه ولسمشرې ته كاندېد د شمالې ټلوالې پورې تړلي عبدالله عبدالله نه ېو بهرني ژورنالېست پوښتنه وكړه  كه په ټولټاكنو كې برېالې شې د نېشه يي توكو د راكړې وركړې په هكله به څه تصميم ونېسې هغه ورته په جواب كې ووېل ( خپل ورور به پرې نه ږدم چې قاچاق وكړي ) .

هالبروګ  د افغانستان او پاكستان د پاره د امرېكا خاص استازې دې دده خبره د امرېكا د دولت خبره ده او د امرېكا دولت نن د كرزي په حكومت عام و تام برلاسې لر ې او خپلې ټولې پروژې د ولسمشر په پوټكې كې تر سره كوي په دې خاطر واېلاې شو چې د هالبروګ څرګندونې د امرېكا او دكرزي دحكومت ګډه پالېسې ده داچې با احساسه افغانانواو پښتنو لېكوالانو د خپل برداشت مطابق خپل پښتنې مسولېت په لرلو سره د رېچرد هالبروګ څرګند ونو په وړاندې اندېښنه ښوولې اوعكسلعمل ېې ښكاره كړې او غندلې دې زه ېې هم د لارې ملګرې ېم ، هالبروګ باېد پوه شې چې پښتانه نه ترورېستان دې نه د نېشه ېې توكو كاروبارېان دې او نه ټول پښتانه طالبان دې اونه سكتارېتان ،ستاسو ګوندې له ېاده وتلې وې چې اخوانېزم او افراطېت ستاسو زېږنده ده چې د روسانو د راپرځولو په وړاندې موپېاوړې كړه ، القاعده او طالبېزم مو د خپلو ګټو په خاطرد سعودې عربستان او پاكستان سره په تفاهم كې په پاكستان كې رامنځ ته كړه او په دواړو حركتونو مود افغانستان طبعې جوړښت ته زېان ورساوه ، اسامه هم تاسو راوست او فكر كوم چې اوس به هم له تاسو سره وې په دې كې د پښتنو ګناه نه شته په پښتنو خپل وطن ګران دې او ساتنه ېې كوې. 

افسوس دا دې چې  دا كار د پښتون مشر په وجود كې تر سره كېږې او تارېخې شرم د پښتون په تندي داغ پاتېكېږي ددې په ځاې چې پښتون مشر ېې مخه ونېسې ېا ژاړي او ېا واېي چې زما وس نه رسېږي ، بس خبره په دې ختمه شي ددې په ځاې چې نور پښتانه د ېو پښتون مشر په واكمنې كې بې عېزته او سپك نه شي، څوك ېې د ترورېست او قاچاقبرانو په نوم ېاد نه كړي، د شپې له خوا په كورونو كې ماشومان او ځوانان حلال نه شي، د هالبروګ د خبرو بېخ را وسپړل شي او لاره دحل ورته پېدا شي ، د هغه وخت نه چې كرزې واكمن شوې اود امرېكا په مشرې نړېوالو ځواكونه افغانستان ته د طالب او القاعدې د مشرانو د نېولو په خاطر ېرغل راوړې  قدم په قدم خپله ستراتېژي پلې كوې ، نه ېې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ونېو اونه ېې د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته څه ووېل او ېواځې د پښتنو په سېمه كې اور بل ساتلې او پښون قام د طالب او القاعدې په نوم له تېغه تېروي غواړې چې د پښتنو غرور او مقاومت راڅملوي ، په هدېرو ، ودونو د خوښېوو په محفلونو او ان د جنازو د لمانځه په وخت كې په هوائې غونډارو سرفه ونه كړه ، د امرېكا ددې جناېتونو ېوه وړه بېلګه د كنړ ولاېت د نرنګ ولسوالې د غازي خان په غونډې كې د محمد طالب د ېوې كورنۍ لس تنكي ځوانان چې د سېمه ېزوښونځېو د مختلېفو ټولګېو زده كونكې و او عمرونه د۱۱ كلنو نه تر ۱۷ كلونو پورې و دشپې په دوه بجو په خپلو كورونو كې له خوبه را پاڅول اوپه شهادت ورسول ، امرېكا او ملګرو ېې د كرزي په وجود كې د موقتې ادارې نه رانېولې ددوهم ځل د ټولټاكونو پورې پښتانه د طالب او القاېدې په نوم له بېنه ېوړل ،  خو اوس چې كرزې ددوهم ځل له پاره ولسمشر شو دادې د امرېكا د ستراتېژې دوهم پړاو د پلې كېدوپه درشل كې ده ، د هلمند ولاېت د مانجې په وسلوالې كې وسلوال عملېات او د رېچرد هالبروګ څرګندونې پېل دې،  مخكې له دې چې ښاغلې حامد كرزې ددوهم ځل ټولټاكونو ته ځان نوماوه ووېلې و ( چې ډېر كارونه مې وكړل اوډېر كارونه پاتې دي چې تر سره ېې كړم نو ځكه غواړم چې جمهورې رېاست ته ځان كاندېد كړم ).

 په هغه وخت كې هم افغانان پوهېدل چې د كرزې ددې خبرو نه مرام څه دې دادې اوس ثابېتېږي چې كرزې د واكمنې په دوهمه دوره كې كوم كارونه غوښتل چې تر سره كړي ، كرزي غوښتل چې د افغنستان په هكله د امرېكا د جمهور رېس بارك اوبا ما نوې ستراتېژې پلې كړي،داچې ولسمشر حامد كرزې كله كله په بهرنېنانو نېوكې كوې داېوه سېاسې غولونه ده  په حقېقت كې د كرزې او سپېنې ماڼې سېاسي درېز ېو دې ، د لندن كنفرانس ددې خبرې ښه ثبوت دې ، كله چې د برتانېه په پلازمېنه لندن كې د برتانېه د جمهور رېس ګورډن براون په نوښت د افغانستان په هكله نړېوال كنفرانس په ۲۸ د جنوري  جوړ شو په دې كنفرانس كې په ډاګه شوه چې نړېواله ټولنه اوږه په اوږه د كرزې سره ولاړه وه ، په دې كانفرانس كې د امرېكا د بهرنېو چارو وزېرې ووېل (تر هغو چې افغان ملي اردو او پوليس په پښو نه وې درېدلې امرېكا به وسلوال ځواكونه له افغانستانه ونه باسي) ، بانكې مون ووېل ،( افغانستان د اوږد مهال كړكېچ سره مخامخ دې ددې بحران څخه د وتلو زېمه وارې د نړېوالو په غاړه ده) او د افغان ولسمشر حامد كرزي ووېل د (طالبانو ډېر جنګېالي بېكاره افغاني ځوانان دي چې د پېسو په خاطر د هغوې سره ودرېدلې دي).

 د كرزې ددې خبرو په تاېد د كاناډا په مونټرېال اېالات كې هېلېرې كلنټن ووېل( امرېكا د كرزې د پلان څخه په كلكه ملاتړ كوي) او د تل په شان ېې طالبان په دوو ډلو ووېشل او زېاته ېې كړه (هغه طالبان چې د پېسو په بدل كې ملكې ژوند ته راستنېږي امرېكا په دې اړه تشوېش نه لرې، د طالب قوماندانانو په اړه ېې ووېل په دې هكله د پرمختګ توقوع له وخته د مخه كار دې) د كرزې او هېلارې كلېنټن د څرګندونو نه وروسته د امرېكا د جنوبې كارالېنا مشهورې ورځپاڼې (سن ) ته ېو افسر په مركه كې ووېل چې( مونږ به د افغانستان د هلمند ولسوالې د مارجې په سېمه كې د ېو بالغ او ماشوم په وژلو د هغې كورنې ته د ۱۵۰۰ نه تر ۲۵۰۰ ډالر وركړو او كه پښې او لاسونه ېې غوڅ كړو ورته به ۵۰۰ نه تر ۱۵۰۰ ډالر وركو او كه څوك راته د طالبانو كوردېنات راكړې ډېر ډالر به وركړو) له دې نه برېښې چې مخكې له مخكې د پښتنو د سرنوشت په هكله امرېكا او افغانستان موافقې ته رسېدلې دې دوې فكر كوي چې ځېنې پښتانه به په پېسو راونېسي او هغه چې په پېسو نه شې رانېولا هغه به د القاعدې او طالب په نوم له بېنه وېسي او د پښتنو په ساحه كې به پخې نظامې هډې جوړې كړې ، دا كار په دې خاطر كوې چې دوې د پښتنو د دېني او ملې جذبې نه وېره لرې او غواړې په هره برخه كې ېې داسې وځپوي چې ژوندي وي  سر راپورته نه كړي، امرېكا پوهېږي كه دا كار ونه كړې نه شې كولاې په دې منطقه كې هغه ستراتېژي چې په پلان كې ده پلې كړي
په اخركې مونږ افغانان د سپېنې ماڼې واكمنانو ته واېو چې ستاسو د خاص استازې رېچرد هالبروګ څرګندونۍ نېغ په نېغه د افغانستان په كورنۍ چارو كې لاس وهل دي، چې په نننې حساسو شېبو كې داسې څرګندونې نه ېواځې چې د بشري حقونو او دمكراسې په لمن تور داغ لګوې بلكې په هېواد كې د مېشتو قامونوتر منځ د بې اتفاقې او جنګ اور ته ببوزې وهي ، مونږ په دې نظر ېو چې رېچرد هالبروګ ېا رواني بېماري لري او كه رواني بېماري ونه لري بېا نو په څرګند ډول د پښتنو د قام سره كركه اوكېنه لرې چې په دواړو حالاتو كې دداسې شخص له پاره په داسې حساسه چوكۍ دنده سرته رسول بد عواقب را منځ ته كوي ، مونږ د سپېنۍ ماڼې او د ارګ واكدارانو نه هېله لروچې د افغانستان له پاره د امرېكا ځانګړې استازې د دندې نه لرې اود افغان ولس څخه بښنه وغواړي ، كه سپېنه ماڼۍ دداسې ناولي سېاست مخه ونه نېسي بېا به ترې وخت تېر وي او لاسونه به مږي.