الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله وصحابته ومن اهتدی بهداه، وبعد :
دنوروزمېله ياجشن دشمسي کال دلومړۍ مياشتې حمل په لومړۍ ورځ په ډېری اسلامي هيوادونولکه افغانستان،ايران،تاجکستان اونوروهيوادونوکي لمانځل کېږي،البته دلمانځنې کيفيت اوقومي وقبيلوي دودونه يې په هرهيوادکي توپيرسره لري .
داچي له افغانستان څخه پرته په نوروهيوادونوکي داجشن څرنګه لمانځل کېږي داډېروتفصيلاتواو جزئياتوته اړتيالري چي په دې وړه ليکنه کي يې راوړل بې ځايه برېښي خوزماله دې ليکنې هدف دادی چي دافغانستان په اسلامي خاوره کي چي داجشن داسلامي اوملي ورځې په ډول لمانځل کېږي اويواسلامي رنګ ورکول کېږي له اسلام څخه نه دي،تاريخي اسناداولاسوندونه داپه ډاګه کوي چي داکارله افغانستان اوافغانانوسره هيڅ تړاونه لري بلکه دادايران داورلمانځونکوپاتي شونی دی اودايران له ملي اعيادوڅخه ګڼل کېږي . زه به دليکنې په ترڅ کي ان شاء الله هڅه وکړم چي له اسلامي نظره داورځ په قراني اونبوي نصوصوسره وڅېړم .
له همدې کبله داليکنه پردووبرخووېشلای شوپه لومړۍ برخه کي به دنوروزتاريخي شاليدپه ډاګه کړواوپه دويمه برخه کي به دنوروزشرعي حيثيت هم ترنظرتېرکړو.
نوروزدتاريخ له نظره
نوروزپه افغانستان کي :
دنوروزمېله ياجشن له پلازمينې کابل سره سره په نوروډېروولايتونوکي دشمسي کال دحمل دمياشتې په لومړۍ ورځ لمانځل کېږي،داجشن معمولاًپه کابل،غزني، کندوزاواکثروشمالي ولايتونوکي لمانځل کېږي اوددولت له لوري يوتقليدي اوعنعنوي بڼه لري،په دې ورځ رسماًعامه رخصتي وي پاتي دي نه وي چي دکابل خلک بياداورځ په ځانګړي ډول تجليلوي . څوک چي ديني رنګ ورکوي هغوئ په دې ورځ ځانګړي خواړه پخوي،نوي کالي اغوندي اوځان ښکلی کوي تردې وروسته دتفرېح لپاره چمنيوته ځي اوبيا ښځې ونارينه په ګډه دشهدای صالحين له هديرې،کارته سخي اونوروزيارتونوليدنه کوي،په ځينوولايتونولکه بلخ،غزني او… کي يوځانګړی بيرغ دعلي دجنډۍ په نوم پورته کېږي،خلک دهغوخلکوپه استثنی چي له شرعي علم څخه برخمن دي يوبل ته دمبارکۍ پيغامونه لېږي اوپه ډاليويې نازوي . داناوړه بدعات دافغانستان په ډېری شمال اوشمال ختيځوولايتونوکي روان وي خواصل زوريې پربلخ تمامېږي .
په بلخ کي دحمل دلومړۍ ورځې په رارسېدودعلي کرم الله وجهه بيرغ پورته کېږي اوددولت له لوري ورته داحترام په توګه دتوپ ډزې هم کېږي تردې وروسته دګل سرخ مېله په ډېروبدعاتواوفسادونوسره پیلېږي،په همدې ورځوکي ښځې په نيمه بربنډحالت کي پارکونو،هديرو،بازارونو،باغونواو… نوروځايونوته ځي راځي . دنوروزپه رارسېدلوبالاخره داسي حالت رامنځ ته کېږي چي له هرلوري دفساددعامولوهڅې په ډېرګړندي ډول روانې وي،په ټلويزونونو،راډيوګانو،چاپي اوبرېښنايي رسنيواونوروکي دې کارته هڅونې کېږي اوان دټلوېزونونوله لارې داسي موادنشرېږي چي ديوه انسان ټول جنسي اعضاپرحرکت راولي،بل خواهغه خلک چي ځان ته هنرمندان وايي هم هرځای خلک په فسق وفجورکي اخته کړي وي لنډه داچي په دې ورځوکي يوداسي حالت وي چي پرګډون کوونکيويې دمسلمانۍ شک بېخي کېدای نه شي .
بل خواکوم وخت چي بيرغ پورته کېږي نودشرکياتواوبدعاتويوبل بازارهم پيلېږي په دې کي ځيني خلک هڅه کوي چي بيرغ ته په لاس وروړلوبرکت ترلاسه کړي اوځيني خوبياپرموجومزارژاړي،پردېوالونو مخونه مښي اوله قبرونودخپلومشکلاتوحل غواړي . العياذبالله
ځيني خلک بيادثواب په نېت په همدې ورځوکي دسخي جان په نوم مخصوصې قربانۍ کوي اوروضې ته يې وړاندي کوي،که څه هم داقربانۍ صرف په نوروزپسي خاصې نه دي خوددې ورځې په رارسېدوددې کارپه کولوکي زياتوالی راځي اوياده دي وي چي په دې زيارت کي يولوی دېګ هم پروت دی چي دزيارت بلل کېږي اوپه دې ديګ کي بيانورډول ډول شرکيات اوبدعات ترسره کېږي ځيني خلک خپل واړه ماشومان په دې ديګ کي دشفاپه خاطرکښېنوي اوځيني بيانذرونه پرې کوي،داکارټول کال روان وي خوپه دې ورځوکي پرې سخت رش اوکش وي .
هو! داڅوخرافات،شرکيات اوبدعات نه ووچي موږيې يادونه وکړه بلکه دبيرغ دپورته کولواوګل سرخ دميلې پرمهال دومره خرافات اوشرکيات کېږي چي قلم يې له ليکلوعاجزدی،زه (ليکوال) چي دبلخ ولايت اوسېدوونکی يم داهرڅه مي په خپلوسترګوليدلي دي خوددې ليکنې پروخت له سيمې لرې يم زه دخپلودعوودثبوت په توګه يوه کيسه ستاسوپه وړاندي ږدم :
” ددې ميلې ترپيل وړاندي دهمدې قبرپه لوېديځ کي يوشمېرړانده کسان دسخي جان په مشرتابه راټولېږي اودمازيګرودماښام ترمنځ د(هو،هو) يا (من هو) ټوليزجهري ذکرکوي،ورسره په څنګ کي ډېرفاسدالمعنی شعرونه هم وايي،همداسخي جان ددوئ په ملاتړله خلکوخيراتونه اونذرانې اخلي،ډېروخت دبيرغ پورته کولوپرمهال په خلکوکي اوازه خپروي چي يوه ړانده دعلی کرم الله وجهه په کرامت له ړندوالي خلاصون ومونداواوس رک روغ دی،خلک دبرکت دترلاسه کولوپه هدف له همدې سړي سره دبدن غړي نښلوي . داټولي دشيطانې دسيسې اوپلانونه دي خوبياهم داعقيده په خلکوکي يوسم تصوراودډېروخلکوپه نظرسيي ده .” نوربيا …
د لراوبر يادونه :
له دې امله چي نوروز يا نوي کال ته څو ورځي پاته دي لراوبر له خپلودرنو لوستونکو هيله کوي چي د نوروز په اړه د ضد او نقيض نظرياتو په اړه خپل نظر څرګند کړي . ستاسو په سيمه کي نوروز ته څنګه کتل کيږي او په څه ډول نمانځل کيږي . مننه
زموږ په وطن کي د ډېر وخت راهيسي د نوروز يا شمسي کال لومړۍ ورځي د بزګر يا دهقان په ورځ مشهوره او دولت به هم د بزګرانو د هاند او هڅو د درناوی او د پسرلي د لومړی ورځي په خاطر درناوی کاوه هغه به يې رسماً لمانځه چي دا يو غوره دود وو . د نور ولایاتو او عامه خلکو بیا د خپل دود دستور وو چي د کال دغه لومړی ورځ يې د خوښیو د محفلو په دایرولو سره لمانځل . خو رشتیا هم د کوم وخت نه چي دغه جهادی لنډه غر په وطن حاکم شول نو د نوروز نه يې هم ریشخند جوړ او هغه یې د ایرانیانو د زردشتیانو په اختیار کي ورکړ . هغه بدعتونه چي بیا د وهابی طالبانو لخوا تر سره شوه نو په هغه هم څوک شرميږي . خو په واقعیت کي دلته په افغانستان کي د کال لومړی ورځ زموږ د زیارکښو بزګرانو ورځ ده زموږ خلک يې په هغه نامه لمانځي . پرېږدی چي زموږ غمجن ولس په کال کي همدغه يوه ورځ د مذهبی بدعتو څخه يوه خلاصه ورځ په خوښي سره ولمانځي .
والسلام
سلامونه
خداى دي وصيل پېروز ورور ته اجرونه ورکړي چي داسي پر موقع يې دغه حساسه موضوع روښانه کړه. نوموړي هم اسلامي مسووليت د غاړي واړاوه او هم يې هغه خلک د اسلام له سپېڅلي او ګټوري پرېکړي خبر کړل چي تر اوسه يې لا د نوروز ناوړه او مفسد جشن ته د يوه مشروع اسلامي او افغاني عمل په سترګه کتل. خو لوستونکي دې هوښيار وي او پام دي کوي چې د هغو خلکو پر خبرو او بېځايه استدلالونو او تاولاتو ونه غولېږي چې د دغې ورځې په باب يې کوي. د اسلام نظر کټ مټ هغسې دى لکه ګران ورور وصيل چې لوړ تشرېح کړى دى. دا چې څوک يې د بزګر او کارګر په نامه نوموي او شريله ورته جوړوي هغوى د کمونيستانو پر لار تللي او استدلال يې په هېڅ وجه د منلو نه دى. ځکه که زر واري شراب اوبه يا دوا وبولو بيا هم نه روا کېږي. لنډه دا چې موږ شکر مسلمانان يو هغه څه بايد ومنو چې ستر الله(ج) او حضرت معصوم(ص) يې امر کړى وي، نه هغه چې مارکس، انګلس او نورو خنزيرانو يې لارښوونه کړې ده. هغوى جاهلان له دومره لوى نامه او عزت سره-سره چې الله ورکړى و، بيا هم د انسان او انسانيت د پيل، اوسېدنې او پاى په واړه حقيقت ونه پوهېدل، نو موږ ته به يې څه خير ورسېږي. موږ د هغو تنګ نظره او مصنوعي خواخوږانو په شان نه يو چې د افغانانو لپاره په کال کې يوازې يوه خوشحالي(نوروز) غواړو، بلکې دوې د خوښۍ ورځې غواړو(اخترونه).
سلام
کمونستانو نوروز ته دبزګر ورځ لقب ورکړ. خوداخرافات،شرکيات اوبدعات پخواه هم وو. اوس چی د شیعګانو دوران دۍ نو لمانځلو يې لا پسی اسلامي رنګ اخیستۍ. او هغه څوک چی په طالبانو او اهل سنت چی ،شیعګان وهابیان ورته وایی، شرميږي ، هغه دا بدل روشنفکران دی چی د غرب کلتورې اغیزې لاندی ګړي او غواړي چی د نوي کال ورځ چی د نوم نه یی معلومیږي چی ایرانۍ دود دۍ د غربیانو په شان ولمانځي.
والسلام
ګوره عبدالله جانه وروره بيا دي لکه کرزی نا خوانده امضا وکړه !
ما چي د نوروز يا د شمسي کال لومړۍ يا د پسرلي د فصل د لومړۍ ورځي يادونه وکړه چي پخوا دغه ورځ د بزګر يا دهقان په نامه لمانځل کېدله نوخدای شاهد دی چي زما مدعا نه کمونيستی تجلیل وو او نه هم مارکسیستي . دا ورځ عین د ظاهر با با د وختو راهيسي دلته زموږ په وطن کي رواج درلود او زموږ ولس هغه د بزرګر و مقام او دهغه د زیار او زحمت ته ددرناوی او هغه ته د عزت ورکولو په خاطر لمانځه او دهغه وخت ظاهر خاني دولت هم د بزګر د ورځي په نامه يې درناوی کاوه . دا زموږ د خلکو دود دستور دئ او په دې ورځ چي هغوی خوښي کوي نو ته نا انصافه ولی بايد هغه ته طالبی یا جهادي او يا وهابي شجره جوړوې او هغه حراموې ؟ تاسو پخپل همدغه شاني بدعتو سره دا اسلام واخیست د خاورو خاکه او بدنامه بدنامه کړ . هغه مو د خپلي خېټي را ایستلو مزخرفاتو و نړۍ ته بد معرفی کړ . لږ د خدای نه و ډارېږۍ دا تاسو درګرده څه غول دي چي د اسلام په نامه يې نه خوری . پرېږدی زموږ خلک يوه شېبه د خوښۍ شېبې تیری کړي . ددې وهابیانو تر اوږدو ږيرو لاندي خو موږ شیطانان وليدل ، حرام زاده ګۍ او وطن فروشۍ وليدلې . دوی خو ناروا پیسې د ځان کړې اوس غواړي د افغانانو دودیزه خوښي هم واخلی. پر افغانستان خويې دغه ماتم خور کړ لا اوس يې هم په دې ولس زړه نه دی يخ او لا جاج اخلي .
د نوي کال، د پسرلي ورځ، د بزګر ورځ، د نوي فصل ورځ، د نوروز ورځ ، د نوي غوړېدني ورځ دي پر ټولو مسلمانانو، پر ټولو افغانانو، پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبکو،هندواڼو، سیکانو،ګبر او نصاراوو مبارک وي ! خدای پاک دي زموږ وطن ته سوله ، ورور ولي او آرامي راولي او هغه پاک ذات دي منافقین چي که د اسلام په جامه کي وي که د امریکایانو په جامه کي وي، که د خلقی او پرچمي په جامه کي وي، که د مجاهد او وهابي طالب په جامه کي وي ذليل او خوار ولري،
په درناوي
سلام
Akbara له لیک نه دی معلومیږی چی جاهل بوټۍ یی.
اسلام علیکم
ګرانو لوستونکو ډیر ده افسوس ځای دی چی تر اوسه لا موږ دخلقي پر چمى طالب جهادګر پسى ایله سوی یو او دخولې نه مو چی څه را وځی ور پسې وایو پریږدی چی هر انسان خپل ژوند وکى دخولې نه لاس مه اخلی چی فلانی خنزیر یا فلانی غول خوره هر ځوك چی داسى الفاط استعمالوي دهغه تعلیمى ظرفیت ښکاره کوی راغلو دېی ځای ته چی نوروز په افغانی ټولنه کی دتاجکو او ایرانى څټوله خوا زموږ په دود کی منل سوی دی چي تر اوسه ایرانیان هغه ته عید وایی او داختر په رقم یی لمانځي تاسى وګوری په پښتني ولایتو کى داورځ داسي نه لمانځل کیږي لکه په دري ژبو ویلایتو کي نو کوښښ وکی چی دبل دود پر خپل ځان عمل نه کی داورځ داسلام سره هیڅ راز تعلق نلري لکه دمثال په توګه په فاتحو کي تور کالي اغوستل هیڅ داسلامی دین سره تعلق نلري دایو اروپایی دود دی چی ایرانیانو اخستی او موږ ته یی را استولی دی . مننه
اکبر جانه وروره! ته هغه د چا خبره خبرې سمې کوې خو لکۍ يې کږې کوې، پر يوه سر له خپلې خبرې څخه د کمونيزم د رنګ د پرېمينځلو لپاره د بزګر د ورځې نومونه د ظاهرشاه له دوران سره تړې او وايې چې تر کمونيستې کودتا ډېر وړاندې دا اصطلاح دود وه، خو پر بل سر بيا د سپېڅلي اسلام له هغه صريح حکم څخه مخ اړوې چې ستا تر ظاهرشاهۍ پېړۍ-پېړۍ مخکې راغلى او نړۍ يې منوره کړې ده. د اسلام له نظره هر سهار د يوې نوي ورځې پيغام ورکوي او د هر فصل پيل انسان نوي دوران ته داخلوي، نو اړتيا يې څه ده چې بېځايه لمانځلو ته يې ملا وتړل سي؟ بل دا چې اسلام هر هغه عمل غندلى او مسلمانان يې له تعقيبه منع کړي چې د غيرمسلمانانو له خوا په مذهبي احساساتو پالل کېږي چې يو له هغو څخه همدا نوروز دى چې زرتشتيانو راپيل کړى، ايراني تش په نامه مسلمانانو پاللى او زموږ د هيواد ځينې جاهل او ړانده اوسېدونکي او حکام يې هم ډول ته څڼي اچوي. ستا بله د تيارې تيږه ويشتنه دا ده چې د اسلام د ښکاره حکمونو بيانوونکي په افراطيانو او وهابيانو او … شډلو الفاظو غندې، ستا د مغزو او احساساتو دا فوران نوى نه دى، بلکې ډېر داسې غرب پلوه او تش په نامه ډيموکراسۍ ته نڅېدونکي انسانان تېر شوي او ليدل شوي چې د ا سلام هر هغه حکم يې رد کړى، بدعت بللى(العياذو بالله) او غندلى چې له طبعې سره يې مخالف واقع شوى. ته که دغسې احکام له ګېډې راوتلي شيان بولې او واضح کوونکي يې افراطيان، نو ستا همدغه حکم او ټاپې لګونې ته بيا کوم نوم ورکول کېداى شي؟ يوازې يو او هغه غربزده ګي او جهالت دى!!! زه مطلب دا نه دى چې ګنې اسلامي افراطيان بېخې شته نه، نه په هېڅ صورت نه، شته او د همدوى له لاسه پر موږ داسې توره شپه ده او ډېرې د خوښۍ ورځې يې راباندې زهر کړي دي، خو ځينې داسې شيان سته چې د اسلام ضروريات ګڼل کېږي او بايد غاړه ورته کښېښودل شي او له افراطيونو سره هېڅ اړه نه لري چې د نوروز د ورځې لمانځنه يوه له هغو څخه ده او ټول اسلامي علما يې په مقابل کې سره يوه خوله دي. نوره ستا خوښه ده چې پر خپل خره سپرېږي او نصاراوو تر څنګ يې يهودانو، هندوانو او… ته هم مبارکي وايې او که….
مننه
عبدالله وروکه , خبرې خو دي ښې دي خو زما هدف داوو چي دا ستا ناځوانه بې عمله اسلامي عالمانو نن موږ ته په خپلو اعمالو کي هغسي اسلام را و نښود چي په هغه کي وروري، دوستي، انسانيت او راستي وي . ما خو داسي څوک ندی لیدلی چي داسي څه يې کړي وي، که يې تاته پته وي را په ګوته يې کړی . موږ درګرده وايو چي اسلام د سولي او دوستی دين دی، د راستی او اخوت دین دیرذ او کور دي په ښادي سه دا څه خېل دوستي ده چي درګرده وژني دي، سرونه پرېکيږي، مرګونه او حلالېدل دي، غلا ده، چور دیر او په مردارو ږرو لاس تېرونه ده، چل، فریب او د انسانانو زورونه ده، په هغوی مو يوه عادي خوښی نه لور یږي اسلامي پړپړې پسې را و باسی په شیعه، کافر او نامسلمان يې تورنوی ، دا څه خيل دوستی او اسلام دی . پرېږده او سړیه زموږ خلک د خوښي ورځي و لمانځي زموږ وړونه دي . نو داسي خو نه کيږي چۍ هر چا که يوه عادي خوښي ولمانځل ته فتواوی د کفر پې صادره او حلال يې کړې !
تاسو دا خپلو ملایانو ته ووایاست چي اول پخپله يو څه زده کړي او بیا د خدای د بندګانو سره د دوستی اخلاق زده کړي او بیا داسي ژر څوک په کفر مه نيسي ، که داسي نه وي دداسي سر زوره اسلام کمبله ټوله ده او دا نه د ایسلام په خاطر بلکه دا د جهالت او بدعت په خاطر .
پرېږده او سړيه زموږ خلک په کال کي خپلي د خوښی بس دا يوه ورځ خوښ و اوسي نور خو در ګرده مرګونه او غمونه او د قاری يوسف غوندي جلاد بیانيې !
Salamoona
Norooz has nothing to do with Islam . It also not only an Iranian celebration.
Nowrooz has more then 5000 years history where a country called Iran did not exist.
Norooz is an old Aryan tradition which Pashtoon are also a part of it.
Nawee Kall Mo Mubarak Sha
Salamoona
Norooz has nothing to do with Islam . It also not only an Iranian celebration.
Nowrooz has more then 5000 years history where a country called Iran did not exist.
Norooz is an old Aryan tradition which Pashtoon are also a part of it.
Nawee Kall Mo Mubarak Sha
Ihsan Yahya London
.salam alikom . Allah pa khal kalam ki farmayee.Tasee da Alah aw da Allah da Rasol khabara wawray. Aw bal zay faramayee kala chi taso da jahil sara makha makh shee no worta wa wayast chi salam alikom nor wor sara bahas makawee. Wasalam
Akbar
اکبره وروره زموږ په وطن کی خو پخوا د اسلام نه بت پرستی اتش پرستی ……..او داسی نور خرافات موجود ؤ نو موږ هغه هم ولمانځو
اکبره وروره ته د غربی دیموکراسی شمال وهلی موږ ته په لمړی سر کی له ژبی وطن ملت څخه اسلام منل او عملی کول اړین دی چی اسلام غندلی بیا څه ضرورت دی چی یایی ددهقان یایی د نوروز په نامه ولمانځل شی
اکبره وروره ته په نوروز کی مزار او په کابل کی باغ وحش باغ زنانه باغ بالا قرغه ……..ته لاړ شی نو ایا د یوه مسلمان او افغان په حیث به ستا وجدان دا ومنی چی زموږ خوندی په هغه لباس کی چی ټول بربڼډ دی که یی منی نو ته او ستا کورنی هم ټول فاحش دی افسوس ستا په اسلام او افغانیت
اکبره
ته چی عالمان په یو اوبل نامه یادوی نو دا خو د پیغمبر وارثان دی او دین یی تر اوسه ژوندی ساتلی نو ته له اسلام نه ناخبر په کلیسا کی لوی شوی یی
سلام علیکم ورحمة الله
جزاکم الله خیر برادر پیروز. خیلی مفید بود. منتظر فعالیتها بیشتر شما هستم.
و السلام علیکم ورحمة الهل
سلامونه اونيكي هيلي ټولودرنولوستونكوته وړاندي كوم هيله مي ده چي روغ به وي
وروسته له محمدوصيل( پيروز) ورورڅخه په منني اوهمدارنګه له هغه وروڼونه مننه كوم چي خپل نيك نظرونه يي ليكلي دي اولازمه هم وه چي ليكلي مووي ځكه داسلام دښمنان مونږ اوس هغه څه ته هم نه پريږدي چي زمونږ الله (ج) اورسول(ص) يي نارواه ګڼي اوپه اړه يي ډيرڅه ويلي دي اوبيشكه كوم څه چي الله (ج) منع كړي وي په هغه كي يوحكمت وي اودمسلمانانوپه ګته وي چي مونږ يي بيلګي په اوسني ساينس اوتكنالوجي كي هم وينوچي ډيربي اسلامه پوهان اوس وايي چي اسلام په يقين سره چي پوره اوكامل دين دي څكه دوي ته ډيرهغه شيان چي ددوي مشرانوويلي وه هغه وروسته له تحقيقاتوڅخه څرګنديږي چي كوم ځه چي زمونږ مشرانوويلي وو هغه دروغ اوكوم څه چي اسلام ويلي وايي هغه رښتيادي .
خوګيله مي دبعضووروڼوڅخه نه پوهيږم چي ورور ورته ووايم كه نه خوپه هرصورت چي دالله له پاره اقلاكله چي تاسويوڅه ليكي دشخص لپاره يي مه ليكي چي والله نو پيروز داڅه ليكلي دي راشه ولي زه څه ونه ليكم ولي زه ليكونكي نه يم يوڅلي يي وګوره كيداي شي همداسي وي اوزه اوته خطاوتلي وو څكه كفارپه راز راز دسيسواوپلانونوباندي غواړي چي اسلام ته ضررورسوي چي ښه بيلګه يي همدا نوروز دي چي تاسوبه اوريدلي وي چي دوي اعلان وكړو(كفارو) چي نوروز به پس له دي دنړيوالي ورځي په ډول په رسميت وپيژندشو اومباركياني يي هم وليږلي سوال دلته دي چي ولي زمونږ دلوي ياكوچني اخترورڅي دنړيوالوورڅوپه ډول په رسميت نه پيژني؟ چي په ټولواسلامي ممالكوكي لمانځل كيږي پداسي حال كي چي نوروزلكه تاسوچي مخكي يادونه كړي ده چي په پيځوشپږوهيوادوكي نمانځل كيږي . زه يي درته جواب دركوم هغه داچي :
دلوي اوكوچني اخترورځي په حديثونوباندي ثابتي شوي دي نودوي خوداسلام دښمنان دي ولي يي رسمي اعلان كړي څكه داداسي ورځي دي چي مسلمانانوته پكي امر شوي دي چي تاسو پدي ورځوكي دخپلودوستانوكره ورشي كه ځوك دچاسره خوابدي وي ورسره پخلاشي او…………………………………………………………
نوداچي داداسي ورڅي دي چي مسلمانان پكي يوڅاي كيږي دښمني پكي له مځه وړي داورڅي ولي دوي په رسميت وپيژني اوولي مباركي وركړي دوي ولي دنوروز غوندي ورڅي چي زمونږ داكبرورور غوندي تيروتي اوضعف الايمانه خلك پدي ورڅوكي راز راز بي لاري اوداسلام سره په ټګركي اعمال سرته رسوي په رسميت ونه پيژني ځكه داددي سبب كيږي چي اسلام كمزوري شي اوداسلام په ضدخلك زيات كړي اوويي هځوي ترڅو خپل اولادونه .ښڅي ،خويندي اونوردفاميل غړي هغه ځايونوته چي فسادپكي په وده كي وي بوزي اوخلك يي وويني اوددوي داندامونوڅخه خوندواخلي…………………..
په هرصورت پيروزي ورور خوډيره سخته نه وه ويلي خوزه وايم چي كه چا دنوروز دورځي په شرعي والي كي ماته كوم ځه پيداكړل زه به ورته لوي انعام وركړم.
وايي كه دنوروز په ورځ چا يوه هګي دنوروز په خاطر خيرات وركړه وايي په تحقيق سره يي خطا وكړه تردي ډيرسخت الفاظ شته چي زه يي دليكني داوږدوالي په خاطركافي بولم هيله مي ده چي هرځوك دخپلي ګيډي څخه هرڅه ونه وايي څكه داخوله يوي خوالوي دنياوي مسوليت لري لكه چي داكبرورور په وړاندي دخلكوكركه راوپاريده ترڅنګ يي يو لوي اخروي مسوليت هم تړلي دي چي ګوري جواب ويل يي ډيرسخت دي .
هغه چي وايي اول زده كړه بيا كوزده كړه كيداي شي دلته ورته ووايو چي اول زده كړه اوبيا يي وليكه .
هيله مي ده راڅخه ځوك خپه هم نه شي كه خپه كيږي هم كوم پروا يي نه لرم ما چي هرځه ليكلي دي دالله له پاره مي ليكلي دي اوبس او الله يي دد الله له پاره كړي.
په خورا زياته فرهنګي مينه