دتقلیدحقیقت

ژباړن :  مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com


دکتاب لیکلوانګېزه
ماپه حنفي کورنۍ کي سترګې وغړولې،په حنفي کورنۍ کي لوی شوم،په حنفي ټولنه کي مې وخت تېرکړ اوهمدارنګه مې زده کړې هم پرحنفي ښوونکووکړې،له همدې امله مې دامام ابوحنیفه رحمه الله تقلیدکاوی، ځکه زماپلارحنفي وو .  تردې وروسته چي کومواستادانوماته ښوونه وکړه اوپرمایې دعلم احسان وکړهغوئ هم حنفیان ول پرهمدې بناحنفي مذهب زماپه زړه اودماغ کي محکم شو،له همدې امله ماپه غیرشعوري ډول هغه څه ویل چي دالدرالمختارلیکوال ویلي  : ( الحق مانحن علیه والباطل ماعلیه خصومنا) یاني موږ(احناف) پر حق اوزموږ مخالفین ( مالکیان،شوافع اوحنبلیان) پرباطل دي .
له همدې وجې مې دااړتیانه احساسوله چي موږترکومه ځایه پرحق یو؟ ځکه دامام صاحب رحمه الله لوړ شان،په فقه کي ډېرمهارت اودزمانې په اعتبارمخته والي ته په کتوبه مې دخپل مذهب پرخلاف هرحدیث لکه نه شی هسي ګاڼی اوپه بدن کي به مې داغزوپه څېرننوتی له هغه دځان خلاصولواوتېښتې لپاره چي کومې لارې چارې راښودل شوې وې هغه به مې ټولې پرې عملي کولې .


څرنګه مې شعوربیدارشو؟
کله چي زه په څلورم ټولګۍ کي وم نودفقهې مشهورکتاب شرح وقایه مي ویله،یووخت زموږګران استادعبدالقیم حفظه الله داذان پرمسئله بحث کاوی،په دې منځ کي یوه زده کوونکي له هغه پوښتنه وکړه چي بلال رضی الله عنه خود تهجداذان کاوی موږولي عمل نه پرې کوو؟ نواستادداځواب ورکړچي دازموږمذهب نه دی دامام شافعي رحمه الله مذهب دی .


په دې ورځ زماپه ذهن کي داپوښتنه پیداشوه چي څرنګه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په حضورکي دتجهدلپاره دبلال رضی الله عنه اذان سیي دی خوموږیې سيي نه بولو؟ بله خبره مې داولیده چي په هره مسئله کي به دامام شافعي رحمه الله مذهب ناسم ثابېدی اودامام ابوحنیفه رحمه الله مذهب سيي . ددې ټولوپه لیدومي په ړزه کي داخبره پیداشوه چي هرومرودیوې خبرې دپټولوهڅه کېږي . پردې خبره هغه وخت باوري شوم چي پلار مې بیابیاراته وویل چي نورکتابونه مه ګوره یوازي دخپل درس کتابونه مطالعه کوه خوددې مشهورعربي متل چي : بَنُوْادَمَ حَرِیْصٌ فِیْمَامُنِعَ پربنامې دهرې مسئلې لپاره دڅلورمذاهبودکتابومطالعه اړینه بلله کله چي به مې هغوکتابونوته رجوع کوله نوحقیقت به بل څه وو.


په هرحال انسان ته داډېره سخته ده چي هغه مذهب پرېږدي چي دده دپلار،مور،نیکه اواستادانومذهب وي خوایاداعذرالله مني اوایاپه دې سړی خلاصېدای شي؟اوکه دیوې باطلې عقیدې سړی موږته داعذروړاندي کړي نوایاموږدهغه عذرپه دې ویلومنوچي دخپل محسن پرمذهب پاتي شه ځکه چي داښاغلی ستاخواخوږی دی ؟ هیڅکله نه! چي کله داسي ده نوموږولي دادځان لپاره دلیل بولو؟ ایاموږله دې ایته نه وېرېږو؟ : 
اِِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُواْ مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُواْ وَرَأَوُاْ الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الأَسْبَابُ   (البقره : ۱۶۶)
ژباړه : کله چي رهبران له خپلوپیروانوبېزاره شي،عذاب وویني اوټول اسباب غوڅ شي .
په هرحال بیامې ورو  ورو داحادیثوخواته میلان ډېرشواوداحادیثومذهب مې خپل کړ،خوددې په بدل کي  مې استادانوسزادارکړه چي زه یې دبخاري اواحادیثودنوروکتابونودزدکړې له درسه وایستم اوله بري لیک پرته یې له مدرسي رخصت کړم . هذاجزاء من اتخذحدیثه مذهباً .
همدادتقلیداومقلدینوماهیت دی چي له ډېره وخته ماهم غوټې په کي وهلې،اوس راشئ داکتاب ولولئ اود خپل ځان په اړه په خپله پرېکړه وکړئ!  .


والله یهدي الی سواء السبیل
محمودالحسن الجمیري دبنوري ټاون کراچۍ جامعه اسلامیه پخوانی زده کوونکی
لومړۍ برخه  – دوهمه برخه بیا