کور / تازه خبرونه / فراهي: افغان پوليسو تېر كال ۵۱۲ ترهګر نيولي دي

فراهي: افغان پوليسو تېر كال ۵۱۲ ترهګر نيولي دي

شينوا خبر وركړى چې افغان پوليسو تېر كال څه د پاسه ۵۰۰ ترهګر نيولي او نژدې ۸۰۰ تروريستي بريدونه يې شنډ كړي دي، دا خبره دا خبره د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر عبدالمنان فراهي رسنيو ته وكړه.
نوموړي وويل چې په نيول شويو ترهګرو كې ۱۰۵ يې بهرنيان دي چې په دوى كې زياتره يې پاكستانيان دي.
ده زياته كړه چې د امنيت د راوستلو لپاره بايد د جګړې د موسم تر مخه بايد عمليات پيل شي.
د پسرلي او دوبي موسمونه په افغانستان كې د جګړې په موسمونو پېژندل كيږي، طالبان په دې دواړو وختونو كې د ناټو او افغان ځواكونو پر وړاندې بريدونو ته نور هم زور وركوي.