کور / تازه خبرونه / ۲ نارينه په ښځينه بوغرو كې تر ځانمرګو كولو وړاندې ووژل شول

۲ نارينه په ښځينه بوغرو كې تر ځانمرګو كولو وړاندې ووژل شول

نن په لښكرګاه كې دوه كسان چې بوغرې يې اغوستې وې او غوښتل يې پر يوه امريكايي مرستندويې ادارې ځانمرګي بريدونه وكړي د نوموړي دفتر د ساتونكو له خوا تر بريد كولو وړاندې ووژل شول.
دغه دوه نارينه چې د ښځو بوغرې يې په تن وې پر ساتونكو يې ډزې پيل كړې، چې د هغوى له خوا په ځوابي ډزو كې له منځه لاړل.
د كورنيو چارو وزارت چارواكو ويلي چې په دې پېښه كې كې بل چاته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د هلمند وياند داود احمدي بيا ويلي چې په دې پېښه كې دIRD دوه كاركوونكي ټپيان شوي دي.
دغه موسسه د كرنې په برخه كې مرستې كوي، همدارنګه بزګرو ته د هغوى د عوايدو لپاره بازار پيدا كوي.
دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان كې د دولت او بهرنيو ځواكونو د مخالفو ډلې خلك له ښځينه بوغرې څخه پخپله جګړه كې ګټه اخلي.
د طالبانو د مشر ملامحمد عمر اخوند په اړه هم ويل كيږي چې پر افغانستان د ناټو او امريكايانو له بريد وروسته يې د ملابرادر اخند په ټينګار ښځينه بوغره (برقه) پر سر كړې وه او له همدې لارې يې ځان ژغورلى و.