کور / تازه خبرونه / سالنګ: د بس او لارۍ ټكر ۳۵ مسافر ووژل

سالنګ: د بس او لارۍ ټكر ۳۵ مسافر ووژل

نژدې ۳۵ كسان هغه مهال ووژل شول كله چې په يو بس په سالنګ كې له يوې لارۍ سره وجنګېدى او وروسته يې اور واخيستى.
د اې ايف پي د خبر له مخې دغه بس چې له كابله شمال پلو روان و، د سالنګ په سيمه كې پر يوه خطرناكه غاښي له يوې لارۍ سره ټكر شوى دى، د پيښې ټول قربانيان سفر كوونكي دي چې ښځې او ماشومان هم په كې وو.
د كورنيو چارو وزارت چارواكو ويلي چې پېښه د سړك د نريوالي او د موټر چلوونكي د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
د سالنګ غاښى چې جنوبي او شمالي افغانستان سره موښلوي هر وخت د داسې پېښو شاهد دى، تېره مياشت د واورې د ښووئېدو له امله همدلته ۱۷۰ تنه وژل شوي وو.