بروس ریچاردسن
ژباړه: رحمت آریا
مارچ ۲۰۱۰
د ترهگرۍ پر وړاندې د نړیوالې جگړې د نا همغږیو تر منځ … ” له یوه ځایه بل ځای ته په هوایي کرښو کې د نه تگ نوملیک” ؛ ” د ترهگرۍ د څار ” نا اړوندوالی ، د ترهگرو تور نوملیکونه او د ” فساد روزونکې پانگوالۍ پخواني یاران”
هرڅومره چې خنډونه ډیر وي په هماغه کچه وگړي بې وزلي کیږي
هرڅومره چې قانونونه او د قانوني تگـلیک شمیره ډیرېیږي هماغومره د غلو او یاغیانو شمیره ډیریږي
لا څو
د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر د یولسمې پیښه یا د گواښ زیږولو لومړۍ کرښه، هغه کرښه ده چې د امنیتي چارو صنعت په کې د کب د هگیو په شان څو بیلیون ډالري هگۍ واچولې… دا لړۍ د ناپایه گړندیتوب په لرلو له خپلې کچې وتلی چټک لگښت لري. هره ورځ د ترهگرو د بریدونو پروړاندې لومړۍ درجه تیارسۍ او د چلوټۍ په رنگ ، رنگ شوي امنیتي گواښونه اوس په یو نورم بدل شوي دي. له دولت سره همغاړې او د دولت ساز ته نڅېدونکې رسنۍ موږ د ترهگرۍ له کیسو او له ترهگرۍ څخه د راکټېدونکي گواښ له ویرو ویروي. د [ پنډیټو کراسۍ ] د ادعا پر بنسټ زموږ ژوند په هرگام کې کلا بند دی. خو تر ټولوڅرگنده [اورویلایايي ] ځانغولــَونه هغه امنیتي بړستنه ده چې موږ ترځان راتاو او ځانونه مو په کې خوندي کړي دي. له تگزاس څخه د جمهوري غوښتونکي گوند غړی [ران پاول ] چې ځان د ولسمشرۍ د ادارې او د جگړې – ضد شنونکی بولی لا تراوسه په خپله خبره ټینگ ولاړ دی چې ” که موږ هلته نه اوسو نو ترهگر به دلته زموږ په کاله کې پر موږ برید وکړي” او ددې لپاره چې دلته په خپل کاله کې زموږ امن خوندي وي نو د امریکا د متحده ایالاتو امنیت له موږ غواړي له داسې دریځ څخه ځان خلاص او نور ېې تر شا پریږدو چې اصطلاحأ ېې” د پراخه طیف انحصار” بللای شو، خو موږ دغه لیدلور د نړیوالې – اقتصادي لاسوهنې او ستراتېژېکې برلاسۍ لپاره یو هژمونیستي حسن تعبیر بللای شو. خو تر دغه لید لوري تر ټولو خام لیدلوری له څارگرو امنیتي څانگو څخه راکټیږي او په په پرله پسې ډول د یو شمیر لارو چارو په پلي کولو ټینگار کوي لکه ” د یو شمیرکسانو نوملیک چې له یوه ځایه بل ځای ته سفر نه شي کولای یا د ترهگرو د څار نوملیک”. خو پوښتنه دا ده چې دغه له ښکرورو لگښتونو ډکې بریدگرې لارې چارې اغیزمنې دي که نه؟
ښايي تاسو د هوايي کرښو د مسافرینو هغه بې شمیره هک پک کوونکې کیسې اوریدلي وي چې د امریکا دولت ېې د امنیتي گامونو تر نامه لاندې د امریکا په سوداگریزو هواﺋـي ډگرونوکې د [ هوم لند ]، [ ایف بي آی ]، [ آی این ایس ] او [ټي ایس اې ] امنیتي ایجنسیو له لارې پلي کوي.
د امنیتي ایجنسیو له دغسې نا وړه چلند سره د مخامخ شویو کسانو په منځ کې یو ېې د [ رالف ډبلیو جانسن ] په نامه یو سړی دی. ښاغلی جانسن د درمل جوړولو د یوې صناعتي کمپنۍ استازی وو چې ډیرې وختونه به ېې د سوداگریزو موخو لپاره د امریکا د لویو ایالاتو مرکزي ښارونو ته په الوتکو کې سفرکاوه. په دغو الوتنو کې یوه الوتنه هغه ته د خورا زیاتې سرخوږاوۍ وړ وه چې ښاغلي جانسن ېې لا گومان هم نه کاوه. د سپتامبر د مېاشتې په یوه شنه سهار کې رالف جانسون د [ باستون ] د [ لوگان ] په هوايي ډگر کې د یوې نه منونکي خپسکې په منگولو کې پریوت، هغه ېې په هوايي ډگر کې په یوې کوټې کې بندي کړ، بیا د [ ټي ایس اې] کارکوونکو ورڅخه څوځله تکراري پوښتنې وکړې او د پښو له څوکو تر ککرې پورې ېې په ځیر و پلاټه ؛ له هغه وروسته د بوستون د ایف بي آی د ادارې یوه څارگر مأمور ورڅخه پوښتنې پیل کړې. څو لسیزې کیدلې چې جانسن به د بیلابیلو سوداگریزو الوتکو له لارې په مېاشت کې څو ځله الوتنې کولې خو دا ځل ناڅاپه تر پوښتنو لاندې راغی او داسې چلند ور سره وشو لکه چې له یوه ترهگر سره کیږي.
وروسته روښانه شوه چې د رالف جانسون په نامه نوم ۲۷۳۸ ځله په هغه نوملیک کې راغلی چې ” له یوه ځایه بل ځای ته سفر نه شي کولای!” هغه وکیل چې د جانسن وکالت ېې کاوه وویل چې د نوم لیک د نومونو په لړ کې ۲۷۳۸ داسې نومونه شته چې یوبل ته ورته یا یوبل ته نیږدې دي او د الوتلو ” په نوملیک کې راغلي دي”. د” الوتلو” دغه ” ممنوعه” نوملیک کله کله د ترهگرو د څار نوم هم بلل کیږي، دا یو پیچلی او له سر خوږاویو ډک نوملیک دی چې د امریکا د دولت له پلوه جوړ او ټینگار شوی چې په دغه نوملیک کې د لیکل شویو نومونو څښتنان نه شي کولای په امریکا کې دننه یا له امریکا دباندې په الوتنو کې الوتنه وکړي. دغه نوملیک غټه ټولنیزه شخړه او دهوايي په چارو کې ډیرې ستونزې را وپارولې او توکمیزې، مذهبي، اقتصادي، سیاسي او بیلتونپالونکي گنگوسې ېې راوکټولې. همدا شان د خلکو د شخصي او ان ددولتي محرمتیونو په اړوند اندیښنې زیاتې شوې ؛ ددې ترڅنگ د مدني آزادیو ددفاع ټولنو هم کلکې گوت نیونې وکړې. د ۲۰۰۷ز کال د اپریل په مېاشت کې” د ترهگرو د څار ” په دولتي نوملیک کې اوه سوه زره نومونه او یا د نومونو په اړوند مالومات ولیکل شول چې سبمالښت او څار ېې د ترهگرو د ” نوم خپرونې” د ادارې له پلوه کیده. یو کال وروسته د [ امریکا د مدني خپلواکیو ټولنې ] خپل اټکل وړاندې کړ او وېې ویل چې دغه نوملیک لا نور هم پړسیدلی او شمیره ېې تر یو میلیون نومونو پورې رسیدلې او ویره ده چې ددغو نومونو لړۍ به لا پسې پراخه شي.
د ” الوتنې ددغه ممنوعه” نوملیک په کړس کې که د رالف جانسن په څیر قانون منونکي او بې گناه امریکایان له یوه ځایه بل ځای ته د هوا له لارې سفروکړي نو هر ځل به ددغسې شخړو، پلټنو او تلاشیو ښکار وگرځي. هغه کسان چې نومونه ېې په خیالي ډول د سرچینو د نشتوالی له امله د ” الوتنې په ممنوعه نوملیک کې” راغلي دي له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او د همدغې لړې په کړس کې له ډیر پیچلي حالت سره مخامخ کیږي. بې گناه قربانیان نه شي کولای پوه شي چې دغه تور چا پر دوی لگولی دی، دوی نه شي کولای د هغې سرچینې پر بنسټ پوه شي چې دوی ېې د سریښو له دغه ډنډ سره مخامخ کړي دي، دوی نه پوهیږي چې نومونه ېې د کومو معایرو پربنسټ په دغه نوملیک کې راغلي دي، او هېڅ داسې معقوله لار د هغوی پر مخ نه ده خلاصه چې ځانونه د سریښو له دغه ډنډ څخه و ژغوري. د امریکا په لویو هوايي ډگرونو کې د غوره شوې امنیتي تگلار په پلي کولو کې د [ کي سټون د پولیسو ] د کمیډي ډرامې کرغیړنتوب دومره بربنډ وو چې د رسنیو پام ېې ځانته را واړاوه ، رسنۍ هغه مهال خبرې شوې چې د ماساچوسټ سناتور ارواښاد [ ایډوارډ . م. تیډ کینیډي ] غوښتل واشنگـټن ته په الوتکه کې سفر وکړي او هغه ته د سپریدلو اجازه ورنه کړل شوه. دغې پیښې ته په کتنې اوس ښکاري چې په دغه نوملیک کې د [ تیډ کینډي] په نامه څو تنه دي.
د افغانستان تور نوملیک
موږ به لاندې وگورو چې د ” ترهگرۍ پر وړاندې د نړیوالې جگړې د څار په نوملیک کې” د نغښتي نامناسبوالي او نا همغږۍ لمنه د امریکا د متحده ایالاتو له خاورې او د امریکا له لوېې وچې لا وړاندې غځیږي. د لندن له کنفرانسه مخکې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د حامد کرزي له حکومته وغوښتل چې شوری ته دې د هغو لوړپوړو طالب چارواکو نومونه ورکړي چې نومونه ېې د ” ترهگرو” په تور نوملیک کې راغلي دي. هماغسې چې ددغې غوښتنې پر تندي باندې بیړه له ورایه ښکارېدله د امنیت شوری هم د نومونو د پاکولو په لړ کې له تور نوملیک څخه د هغو کسانو نومونه پاک کړل چې له اوږدې مودې راهیسې ېې د ناتو او امریکایي ځواکونو په گډون د آیساف له تش په نامه قطعاتو سره همکاري درلودله. همدا اوس د امریکا په ” تور نوملیک” کې د افغانستان د هغو کلیوالي سیمو د استوگنو نومونه لیکل شوی چې نومونه ېې د وگړو د بیرولو ، د غلطې ژباړې او د سیمې د شکایاتو جرگې ته د نه غوږ نیولو د لړۍ په گډون د سیمه ییزې همکارۍ د نشتوالي له امله راغلي دي.
د یاغیانو پروړاندې جگړې او د شخړو په حل کې د آیساف په تگلاره کې د خبرو اترو د نشتوالي او ناکامۍ لامل هغه دینامیک دی چې د یو شمیر کسانونومونه ېې په باکۍ د ترهگرو ” په تور نوملیک” کې لیکلي دي. په دغه یو اړخیز نوملیک کې دهغو کسانو نومونه گډون لري چې له دولت او د آیساف له ځواکونو سره ېې همکاري کړې ده. او هېڅ شک نه شته چې ډیریو دغو کسانو د خپلې همکارۍ په کولو ځانونه له سترو گواښونو سره مخامخ کړي دي. نیواکگرو ځواکونو د خپلو څارگرو څانگو وړتیا په خپل لاس هغه مهال دړې وړې کړه چې دوی د جاسوسانو په خبرو او مالوماتو ډډه ولگوله، دغو ځواکونو د ډلو او یو ګړو کسانو ترمنځ د سیاسي اختلاف او دښمني ټکي او یا د پیسو او د انعام د ورکړې منفي ټکي په پام کې ونه نیول. پایله دا شوه چې ډیرې بې گناه کسان ونیول شول، ووهل شول، سپک شول او ان د همدغه ” تور نوملیک” له امله ووژل شول. موږ د ۲۰۰۱زکال د اکتوبر په مېاشت کې د امریکا د تیري په لړ کې ولیدل چې په میلیونونه ډالره د شمالي ټلوالې هغو جاسوسانو ته ورکړل شول چې امریکایانو ته ېې د طالبانو یا د القاعدې د غړو نومونه په لاس کې ورکړل. اوسنیو پلټنو په زباد رسولې چې ډیري نیول شوي کسان په غلط تور نیول شوي ول. د عقایدو د مفتشینو د پاریدلو لامل څه وو؟ ځواب ېې سیاسي لاملونه او د نغدو پیسو د جایزې ورکړه وه.
د کرزي په دولت کې کابینه او اوسنۍ ولسي جرگه له هغو کسانو څخه جوړه ده چې د ډیریو نومونه باید په ” تور نوملیک” کې راغلي وای، د کرزي د حکومت دغه ټولگه له کمونیستانو، د اوسنیو او پخوانیو یرغلگرو ځواکونو له همکارانو، د نیشه ېې توکو له قاچاقچیانو، جنگسالارانو او په فساد کې ککړو اپورتونیستانو څخه جوړه ده چې د نړۍ ډیریو عدلي ځواکونو د کرزي حکومت د ځمکې پرمخ فاسد ترینه حکومت بللی دی. د بېلگې په توگه حضرت عمرزاخیلوال په نوې کابینه کې هغه وزیر دی چې د اداري فساد ضد کمپاین چارې ېې تر خپل لاس لاندې سړي [ احسان الله کامه وال ] ته چې د [نول ] په نامه هم پیژندل کیږي سپارلي دي او ددې لپاره چې وزیر خپل نوم پټ و ساتلی شي نوموړي ته ېې دنده ورکړه چې دده په استازیتوب دوه کورونه واخلي. یو کور د کابل په کارته پروان کې دی او بل ېې په جلال آباد کې. د گزارش پر بنسټ هر کور څه د باندې څلور سوه زره ډالره بیه لری. په خواشېنۍ باید ووایم چې دا یوازې یوه یوگړې پیښه نه ده چې گڼې یوازې یوه سړي به داسې کار کړی وي. څو ورځې وړاندې صبغت الله مجددي په دولت کې د روان اداري فساد د انډوخر له امله استعفی وکړه. خو هیره مو نه وي چې هردم خیاله مجددي تل د کربوړي په شان رنگ بدلوي، مجددي د سید حارث فاطمي مرستې ته را ودانگل، سید حارث فاطمي د مجددي زوم او د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر محمد امین فاطمي زوی دی چې د کابل په هوايي ډگر کې د شپږمیلیونو ډالرو د غلا په قضیه کې تورن وو او مجددي د عدلي تعقیب له منگولو څخه وژغوره. ټولو ته څرگنده ده چې دا د روان فساد د بهیر یوکوشنی بڅرکی او بیلگه ده.
” فساد روزونکې پانگوالي” : د ۲۰۱۰ زکال د فبرورۍ په ۲۲ نېټه [ اندریو هگنز ] په واشنگټن پُست کې یوه مقاله خپره کړه. د مقالې سرلیک دا وو : ” په افغانستان کې ، د فساد روزونکې پانگوالۍ نښې”. هگنز د مبهمه کابل بانک او د افغانستان د ځواکمنو کړیو ترمنځ د شته اړیکو له مخې پرده لیرې کوي. کابل بانک د پاکستان میشتې [ بي سي سي آی ] له پاتې شونو څخه هغه مالي بنسټ دی چې د [ نړیوالو جنایتکارانو او شوکمارو] په نامه نومول شوی وو او لامل ېې دا وو چې بانک د سړې جگړې د کلونو په اوږدو کې د نیشه يي توکو او وسلو په قاچاق کې ښکیل وو. د ریکارډ پر بنسټ د کابل بانک څښتنان دا دی: فرنود ،په مسکو کې روزل شوی مالي سلاکار چې د کرزي لپاره ېې د ولسمشرۍ د ټاکنو په لړ کې د مالي بسپنې په راټولو کې د مالي سلاکار دنده پرمخ بیوله ، فرنود د ولسمشر له ورور محمود کرزي ، احمدضیا مسعود، دولسمشر د مرستیال محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم سره یوځای کار وکړ. فهیم پخوانی پوځي او د احمدشاه مسعود د څارگرې ډلې غړی او همکار وو. د واشنگټن پـُست مقاله د کابل د بې نظمیو له ډلې څخه څو بیلگې را اخلي د ساري په ډول مقاله وايي چې کابل بانک په ډوبۍ کې د هغو ښکلیو ماڼیو د اخیستنې په لړۍ کې مالي ونډه اخیستي چې بیه ېې میلیونونو ډالرو ته رسیږي او څښتنان ېې هغه کسان دي چې روسانو به په روسېي کې [ سیکریتني سترودینکي ] [ پټ همکاران] بلل او د هغوی لویدیځ ملاتړوال ېې نن شمالي ټلواله بولي. له دې سره جوخت د مالي دلالیو په اړوند غټه پوښتنه د ډیرو پیسو د حوالو لیږد او ځای پر ځای وکړه ده، ددغې پانگې د سرچینې په اړوند ویل شوي چې د پیسو سرچینه د نیشه يي توکو له تولید او قاچاق څخه را کټیږیږي چې د طالبانو د رژیم له پرځیدا وروسته ېې وده وکړه، او د سرچېنې د بلې څانگې جرړه ېې له ایران ، روسیې ، هندوستان، فرانسې، بریتانیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره په همکارۍ کې ځغلي. ( د نن ورځې ډوبۍ په ټوله نړۍ کې هغه بدنامه نوم دی چې ” د نړۍ د پیسو د پریمینځلو پلازمینه” ېې نومولای شو.)
د افغانستان په اوسني دولت کې اداري فساد تر دې کچې لوړ شوی چې ددولت او ولسي وگړو ترمنځ بانکي راکړه ورکړه د بډې له ورکړې پرته نه شي ترسره کیدای. تر ټولو شوم ترینه خبره د نیشه يي توکو په قاچاق کې د ځواکمنې کړۍ د کورنیو غړو ښکیلوالی دی؛ په دغې کړۍ کې د جنگي جنایاتو هغه څیرې لیدل کیږي چې نن په کابینه کې ځای لري. په افغانستان کې د ځواک او سرچینو پر شپول د جنایتکارو کسانو ټیکه او انحصار ناشونې ده مگر دا چې د نړیوالو نیواکگرو ملاتړ په سرکې ېې د امریکا ملاتړ ورسره نه وي ځکه دغو ډلو امریکایانو ته د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر د مېاشتې په نیواک کې د لاسپوڅو ملیشو په توگه کار وکړ.
راځـﺊ د یوې شېبې لپاره دا هیره کړو چې گڼې په افغانستان کې د امریکا جگړه غیر قانوني وبولو او دا به هم هیره کړو چې قانون ېې په خپله د ” تیري جگړه ” بولي ، د [ نورامبرگ] تر معایرو لاندې له اوسني نړیوال قانون او پروتوکول څخه سرغړونه د تش په نامه ترهگرۍ پروړاندې جگړه کې شته نا اړوندوالی له شماره وتلی دی. هغه کسان چې پر خپل هیواد او ټاټوبي تیری ، نیواک بولي ترهگر بلل کیږي خو هغه کسان چې پرښځو او ماشومانو تیری کوي ، غلاوې او شوکې کوي، خپل هیوادوال وژني نو هغوی ته ډیپلوماتیک پوښښ او اقتصادي امکانات ورکول کیږي. آیا کولای شو دا د لیونتوب او ناروڼوالي د ناروغې له وروستني پړاوه پرته بل څه و نوموو؟
په تور نوملیک کې د افغانانو د نومونو په اړوند د تناقض، د غلطې لارښوونې او د غلطو مالوماتو پربنسټ د نومونو د لیکلو څو د یادولو وړ بېلگې :
وکیل احمد متوکل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چې د طالبانو د دولت له پرځیدلو ورورسته تسلیم شو. نوموړی د دوه وو کالو لپاره د بگرام په زندان کې د ترهگرۍ په تور په بند کې وساتل شو؛ متوکل دوه کاله وروسته له زندانه خلاص شو او له هغه مهاله وروسته ېې د شخړو په هوارۍ کې د امریکا او ناتو له ځواکونو سره ډیرې هلې ځلې وکړې. هغه اوس په کابل کې ژوند کوي. د وزیر متوکل نوم لا تراوسه د ترهگرو په ” تور نوملیک ” کې شته.
عبدالحکیم مُـنـیب: د طالبانو له پرځېدا وروسته منیب له ولسمشر کرزي سره همکاري پیل کړه او د وروزگان د والي په توگه وټاکل شو. منیب د والي په توگه د امریکا او ناتو له ځواکونو سره د ولایت په کچې کلکه همکاري وکړه. نوموړی اوس د حامد کرزي له حکومت څخه ملاتړ کوي. دا خبره په هېڅ منطق کې ځای نه شي موندلای مگر د ترهگرو د تورنوملیک په پياوړي منطق کې چې منیب د ولسمشر کرزي له ادارې څخه په ملاتړ د والي په توگه دنده تر سره کوي خو دغه همکاري بیا هم ددې جوگه نه شوه چې د نوموړي نوم دې د ترهگرو د ملاتړوالو له تورنوملیک څخه لېرې شي.
محمد موسی: د اسلامي گوند پخوانی بولندوی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د پلان د وزیر مرستیال وو. د طالبانو له پرځیدا وروسته موسی له نوي دولت سره همکاري پیل او په پای کې د ولسي جرگې غړی شو. نوموړی لا تراوسه د ترهگرو د ملاتړوالو په تور نوملیک کې ځای لري.
فضل محمد فیضیان: د طالبانو د واکمنۍ د سوداگرۍ وزیر، د طالبانو ددولت له پرځیدا وروسته په کابل کې له نوي دولت سره همکاري را پیل کړه. د هغه نوم هم لا تراوسه د ترهگرو د ملاتړوالو په تورنوملیک کې ځای لري.
شمس الصفا امینزی: نوموړي یو وخت په ایټالیا کې ژوند کاوه، هغه د ایتالیا ددولت ډاډ تر لاسه کړ او له هغه مهال وروسته ېې د ښوونکي په توگه دنده پیل کړه. د مجاهدینو په دولت کې امینزي د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده پیل کړه. د طالبانو په دولت کې ېې د رسنیو په دفتر کې کار وکړ. هغه له ایټالوي ځواکونو سره د ژباړونکي په توگه همکاري پيل او د ایټالیا د سفیر د ژباړونکي په توگه دنده پرمخ بیایي. دا هم په هېڅ منطق کې نه ځاییږي چې امینزی نه د کوم سخت دریځي اورپکي په نامه پیژندل شوی او نه دا تور ورباندې لگول شوی چې د اورپکې ایډیالوژۍ پر لاره دې روان وي، هغه د آیساف له ځواکونو سره کار کړی دی، د ترهگرو ” په تور نوملیک کې” د امینزي د نوم شته والی ددې څرگندونه کوي چې ان د نوموړو ځانگړتیاوو په لرلو بیاهم د هغه نوم د پاکیدلو وړ نه دی. دا په نړۍ کې د کلیبیونو [ سینسیزم ] د فلسفې د منطق پربنسټ له ځواک څخه د ناوړه گټه اخیستنې د پیژندنې هغه لاره ده چې له عدالت سره ترکومې کچې لوبې کیږي او لړۍ ېې لا پراخېدونکې ده. ددې لپاره چې یو څوک تاته سر ټیټ کړي نو پر بل باندې ټاپه لگول د هغو ډیموکراتیکو هیوادونو په رښتونو قوانینو او تگلارو کې ځای نه شي موندلای چې د ډیموکراسۍ ، خپلواکې او امن په لاره کې په ناپایه او څرگنده توگه هلې ځلې کوي.
[1] …Lao-tzu
Laozi (Chinese: 老子; pinyin: Lǎozǐ; Wade-Giles: Laosi; also Lao Tse, Lao Tu, Lao-Tzu, Lao-Tsu, Laotze, Lao Zi, Laocius,
د لرغوني چین فیلسوف او د تاویزم مرکزي شخصیت. د معنی له اړخه ” د زاړه استاد” مانا ښندي او په ټولیز ډول درانده سړي ته ویل کیږي. چینايي تأریخ وايي چې نوموړي په شپږمې پیړۍ کې ژوند کاوه او د تاویزم په نامه خپل دین ېې جوړ کړ. [ژ] اخځ: وییکي پیډیا
[2] Punditocracy
د مخورو سیاسي شنونکو پیاوړې ډله [ژ]
[3] Orwellian
د جورج ویل د لیدلوري، نظریاتو او ټولنیز حالت څرگندونې ته وايي. د مانا له اړخه د یوه گوند، گوندي حالت ته وايي چې: په سیاست کې انحصاري ژبه ولري، هغه دولت ته وايي چې خپل وگړي څاري، د وگړو پر شخصي امنیت او محرمیت برید. بله ماناېې یو پیاوړی هیواد نور هیوادونه کنترولي [ژ]
[4] Ron Paul
[5] Homeland
[6] FBI
[7] INS
[8] TSA
[9] Ralph W. Johnson
[10] American Civil Liberties Union (ACLU)
[11] Keystone Cops
دا دا ناکاره او لټو پولیسو په اړه یوه کمیډي ډرامه وه چې د کي سټون د فلم جوړولو کمپنۍ د ۱۹۱۲ او ۱۹۱۷ ز کلونو په اوږدو کې جوړه کړه. [ژ]
[12] Senator Edward M. ‘Ted’ Kennedy
[13] Abdul Rahman Kamawai
[14] Abdul Rahman Noul
[15] Andrew Higgins
[16] BCCI = the Bank of Crooks and Criminals International’
د نړیوالو جنایتکارانو او شوکمارو بانک
[17] sekretnye sotrudniki
[18] cynicism