کور / تازه خبرونه / کندوز: طالبان او حکومت يو بل ته د مرګ ژوبلي ادعاوي کوي

کندوز: طالبان او حکومت يو بل ته د مرګ ژوبلي ادعاوي کوي

دوسلوالوطالبانوویاند ذبيح الله مجاهد لروبر ډاټ کام سره په خبروكي وويل چي د دوى ملګرو تيره شپه شاوخوا اته ۸ بجي دكندوز ولايت د چهاردرې ولسوالي دقريه قصاب په كلي كي دبهرنيو ځواكونو يوټانګ په راكټ وويشتلى، چي په پايله كي ۲ تنه يي وژلي او۲ تنه يي ټپيان كړيدي .
همدغه راز نوموړي زياتوي چي په يوه بله جلا پيښه كي ديادولايت دتوت مزار په سيمه كي د ۳ ټانګونوپه ماین الوزولو په پايله كي ۱۰ بهرني سرتيري وژلي دي.
خوپه ياد ولايت كي دالماني ځواكونو دمطبوعاتومسول جنرال مارتنز د پيښي د تاييد ترڅنګ زياته كړه چي په ياده پيښه كي يوازي د دوي دوه ټانګونه سرسري ويجاړشويدي اوخپل لوري ته یی هر ډول تلفات اوښتل په كلكه رد كړل. ماتینز زياته كړه چي نښتی قابو ۵ ساعته دوام درلوده خوولي دوي ته په كي كوم ځاني زيان ندي رسيدلي هغه زياته كړه چي داسي انګيرل كيږي چي وسلوالو مخالفينوته به هم دسردرانده زيانونه اوړيدلي وي ولي دي يي په اړه دقيق مالومات نلري .
همدارنګه دچهاردري ولسوال عبدالواحد عمرخيل وويل چي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چي كله الماني ځواكونو غوښتل داحمد باي دپله پرسره امنيتي پوسته جوړه كړي . عمرخیل دتلفاتو په اړه څه ونه ويل ولی وویل چی ښایی ددولت ضد وسلوالو ته دسرزیان اوښتی وی.

داپه داسي حال كي ده چي ديادولايت امنيه قوماندان مل پسوال محمد رزاق يعقوبي رسنتوته تيره ورځ وويل چي دګورتيپي بغض قوم په سيمه كي دوه بهرني اتباع هغه مهال له منځه ولاړل چي كله غوښتل يي دځان پوري چاوديدونكي توكي دكندوز ښار په داخل کی وچوی اویا دولتي تاسيسات په نښه كړي، چي دهدف ته رسيدو دمخه له منځه ولاړل خو دوسلوالو طالبانووياند دغه ادعا رد كړه او ويې يل چي د دوي څوك په ورته پیښه کی ندی وژل شوی. کندوز