کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتونو وتلي مامورين بيرته راغلل

د ملګرو ملتونو وتلي مامورين بيرته راغلل

د ملګرو ملتونو هغه کارکوونکي بيرته افغانستان ته راغلل چي د تېر کال د اکتوبر په مياشت کي وتلي وو.
د ملګرو ملتونو د سياسي سازمان يوناما پر مېلمستون د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په مياشت کي تر ځانمرګي حملې وروسته ملګرو ملتونو خپل کارکوونکي له کابل څخه وايستل.
د راپورونو له مخي د ملګروملتونو دغه کارکوونکي د اکتوبر د ٢٨ مي تر حملو وروسته دوبۍ ته انتقال سوي وو، خو د يوناما د وياندي نيلاب مبارز په وينا اوس بيرته افغانستان ته راغلل.
آغلي نيلاب مبارز د راستنو سويو مامورينو نومونه او شمېر په ډاګه نکړ، خو ويې ويل افغانستان د ملګرو ملتونو د نوي استازي سټيفن ديمستورا سره يو ځاى دغه مامورين هم بيرته کابل ته راورسېدل.