د پاکستان د مسلم ليګ قاف ګوند مشر چوهدري پروېز الهى د مسلم ليګ نون ګوند مشران نواز شريف او شهباز شريف په منافقت باندي تورن کړل.
نوموړي نن په ګجرات کي يوې غونډي ته د وينا پرمهال وويل د نواز او شهباز سره د پاکستان غم نسته، يوازنى هدف يې د واک ترلاسه کول دي.
پروېز الهي وايي شريف برادران د پيپلز ګوند په خپله ګټه استعمالوي او د ګجرات د ګډوډۍ هڅه کوي. نوموړي زياته کړه چي هغوى په ضمني پارلماني انتخاباتو کي ماته خوړلې ده، او اوس د پروېز مشرف پر ضد فعاليتونه کوي.
پروېز الهي وويل د نواز او شهباز د منافقت د سياست نښه دا ده چي د شخصي ګټو پر ځاى د زرداري ملاتړ کوي، خو چي کله يې ګټي ختمي سي مخالفت ته لاس واچوي.