کور / تازه خبرونه / د سړک د غاړي ماين درې ملکي کسان مړه کړل

د سړک د غاړي ماين درې ملکي کسان مړه کړل

افغان چارواکي وايي په غزني ولايت کي د سړک د غاړي يوه ماين درې ملکي کسان مړه کړي دي.
پېښه نن د دوشنبې په ورځ د غزني په اندړو ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د يادو سويو کسانو موټر پر يوه ښخ سوي ماين باندي ختلئ دئ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په دې چاودنه کي درې تنه مړه سوي، او دوې ښځي پکښي ټپياني سوي دي.