یادداشت: دالیکنه زما فکري پنځونه ده، دحکومتي دریځ څرګندویه نه ده. زه غواړم په دې لیکنه کې د انسان په ترکیب، دخیر(Good)، شر(Bad)، جرم (Crime) او په دې حالت کې د فساد د انګیېزې (Motivation Behind Corruption) دپیداکېدو، دفساد منشا، ځاي، دانسان نمونې، د فساد ډولونو او د حل لارو چارو له تاسو سره د زړه خواله وکړم.
انسان له روح او جسم څخه جوړ شویدي چې د روح په نتیجه کې فکر او د جسم په نتیجه کې عمل منځته راځي. یا په بل عبارت عمل (کړه وړه) (Behavior) د فکر زېږنده ده. فکر هغه وخت جسم په عمل مجبوروي چې په کې انګیزه او یوه محرک قوت راڅرګند شي. ددغې انګیزې ترشاه د نفس (Psyche) درې ډوله کار کوي چې نفس لوامه، نفس مطمینه او نفس اماره نومېږي. د نفس دا ډولونه د انګیزي(Motivation) ډول ټاکي او د انګیزي ډول د عمل ډول ټاکي. دا دري واړه ډولونه لومړي انګیزه په فکر، سوچ او مغز کې پیدا کوي. زموږ په ټولنه کې په فکر کې دمنفي انګیزي ترشاه لاندي عوامل کارکوي:
الف: بي اعتقادي او بې با وري، په اخرت، سزا او جزا باور نه درلودل، په الله باور نه لرل، دجنت او دوزخ په اړه شک او شبهات، بی سوادي.
ب: د اخلاقو کمزوري لکه د تربيي کمزوري، تعصب، حسد، کینه، ددنیا حرص، شهوت، قهر او غصه، نفرت او نور
ج: روانۍ تکالیف لکه داعصابو کمزوري، لیونتوب، شک او ګمان، بی حده توقعات او خواهشات
د: فقر او غربت، مادیات خوښونه په نتیجه کې یو سوچ او فکر ایجادیزي په بالاخره عملي بڼه غوره کوي.
هـ: ناسم رواجونه او ټولنیزي ناخوالي لکه تربګني، پیغور، انتقام، دغیرت ناسم تعریف، منفي رقابت
و: سیاسي اړیکي لکه په یوه قوم، حزب، ډلي, سمت دتفوق تر برېده باور لرل،یا دهغوي غیر اصولي پالنه او خیال ساتل.
ز: د قدرت نشه لکه واک په زوره اخیستل، دواک په خاطر په هر روا او ناروا لاس پورې کول، واک انحصاري کول، له واک څخه ناوړه ګټه پورته کول.
ددې پورته عواملو تر شاه شاید نورې انګیزي هم موجودي وي، دانګیزي دتولید محل او ځاي فکر دي. فکر، سوچ او تمایل په فرد کې پیداکېږي، بیا فرد کورنۍ او خپل چاپېریال جوړوي او په ترتیب سره ټولنې جوړوي او ټولنې حکومتونه جوړوي. په دې مانا که چیري په لومړي سر کې د وګړي علاج ونشي او په همدي ځاي کې د فکري فساد چې د ټولو فسادونو جرړه ده مخه و نه نیول شي، زموږ کورنۍ، ټولنې او حکومتونه به د تل لپاره د هر ډول فساد ښکار وي. په همدي خاطر الله جل جلاله دمنافقینو له صفاتو څخه یو په ځمکه کې د فساد خپرول او کول دي. الله جل جلاله فرمايي:
(و اذا قیل لهم لا تفسدوا في الارض قالوا انما نحن مصلحون، الا انهم هم المفسدون ولکن لا یشعرون).
کله چې دوي ته وویل شي، په ځمکه کې فساد مه کوي، دوي وايی موږ اصلاح کوونکي یو، خبردار اوسي یقینا هم دوي مفسدین دي، لیکن شعور نلري.
له پورتني آیت شریف څخه څو ټکي جوتیږي. لومړي داچې فساد د انسان له خوا په ځمکه کې صورت نیسي، دوهم داچې د فساد دوه اصلي منشاوي د شعور او سیاسي ژمنتیا نشتوالي دي. یعني کوم کسان چې په فساد کې ککړ دي، یو داچې شعور يي کمزوري دي چې خپل فساد ته فساد نه وايي، بلکې وايي چې دوي اصلاح کوونکي دي. د اوسني مروجه سیاست تر ټولو ستره بدبدختي همدا ده چې د فساد د له منځه وړلو لپاره سیاسي تقوا نشته. په اوسني سیاست کې د کور څښتن هم وايي چې غل دي او غل هم وايي چې غل دي.
مخکي له دې چې زه د فساد دمخنیوي د حل په لارو او چارو وغږېږم غواړم فساد وپیژنو: فساد په لغت کې د اصلاح ضد دي چې تعفن، بوي او خرابوالي ته وايي او په اصطلاح کې په یوه ځاي کې دخپل او بل حق او مسوولیت نه پیژندل اویا نه استعمالول او د ټاکل شويو حدودو څخه سرغړونه او یا خپل حق او مسوولیت په ناسمه توګه استعمالولو ته فساد وايي. هدارنګه له حکومتي او ملکي واک څخه د ځان په ګټه، ګټه پورته کولو او یا نا سم چلند ته هم فساد وايي. فساد ګڼ ډولونه لري چې مشهور يي لاندي ۶ ډوله دي: ۱: فساد په عقیده کي، ۲: فساد په سیاست کي، ۳: فساد په اقتصاد او تجارت کي، ۴: فساد په ټولنه کي، ۵: فساد په اداره او حکومت کي، ۶: فساد په دوستي او ملګرتوب کي. په راتلوونکو لیکنو کې به د هر یوه عوامل او د حل لاري چاري په تفصیل سره بیان کړم اوس په لنډ ډول سره د ټولو فسادونو د حل لپاره غواړم یو مثال وړاندي کړم ترڅو په ريښتیني توګه د فسادونو ريشه له منځه یوسو، دهغي لپاره غواړم چې انسان تعریف کړم.
انسان یو جغرافیايي هېواد دي چې شمال، جنوب، شرق او غرب لري او مساحت يي په اوسط ډول له ۵.۵ انچه څخه تر ۶.۵ انچه پوري رسېږي. شمال ته يي اسمان او شنه فضا، غرب ته يي ځمکه، شرق ته يي دځمکي شرق او جنوب ته يي د ځمکي جنوب واقع ده. نفوس يي لایتناهي او دوخت په تېریدو سره له منځه تلونکي دي. له وچې او لمدي څخه جوړ چې ۷۰ فیصده برخه يي اوبه تشکیلوي. ددغه هېواد نوم انسان او مرکز يي نوم دي، د بیرغ رنګ يي تور، سپین او غنم ډوله دي او کم ترکمه د کابیني شمیر يي 15 کسه ده او په لاندي ډول دي:
1. زړه – پاچا
2. ماغذ – صدر اعظم
3. ویښتان – دزراعت او ځنګلونو وزیر
4. سترګي – راډیو او ټلویزیون
5. غوږونه- داطلاعات، مخابرات او فرهنګ وزیر
6. پښی – د ټرانسپورټ وزیر
7. غاښونه – ملي امنیت او پولیس
8. کلمي، لړمون د هاضمي جهاز = دداخله چارو وزیر
9. خیټه – د صنایعو او فابریکو وزیر
10. رګونه – د اوبو او بريښنا وزیر
11. نوکان، هډوکي ، حجري او پلي– د صحت وزیر
12. ګوتي- د قانون او انصاف وزیر
13. د انسان حیاتي قوت (Vital Force)-ددفاع وزیر
14. ْْلاسونه – د کار او اجتماعي امورو وزیر
15. ژبه – د بهرنیو چارو وزیر
د پورتني هېواد او کابیني ولسمشر زه او ته يو. دهغې د ادارې، رهبري، استعمال او خوندیتوب واک زما او ستا په لاس کې دي. ټول حکومتونه له همدغې هېوادونو څخه جوړ شویدي. مخکي له دې چې موږ کورنۍ، ټولنه او حکومت اصلاح کړو او فساد په کښي له منځه يوسو. زه او ته د خپل قلمرو اصلاح وکړو. کله چې دا قلمرو، کابینه او هیواد اصلاح شو، یقینا چې فساد له منځه ځي.
زما او ستا لپاره د حق او مسوولیت دوه ساحي دي. لومړي د کنټرول ساحه او دوهمه د تشویش ساحه. زما او ستا لپاره خپل فکر او جسم چې زه او ته يي واکداران یو، د کنټرول ساحه ده اما زما لپاره ته د تشویش او زه ستا لپاره د تشویش ساحه يم. که غواړو چې فساد له منځه يوسو باید د کنټرول له ساحي څخه پیل وکړو او د کنټرول په ساحه کې هم لومړي د فکر، سوچ، او انګیزي اصلاح وکړو. که چیري دا کار تحقق ومومي، د تشویش ساحه په خپله اصلاح کېږي ځکه چې هغه ساحه زما او ستا څخه جوړه ده. دانسان د هیواد ولسمشر (زه او ته)، باید داسي انګیزه پیدا کړو چې د کابیني د غړو فکر او سوچ مو له هر ډول فساد څخه پاک شي، ترڅو پر بنسټ يي اصلاحي عمل وشي. نو د فکر او عمل د اصلاح په موخه دا لاندي حل لاري وړاندیزوم:
د فکر اصلاح د وحي (Revelation) یعني قران او حدیثو ، اخلاقو (Ethics)، خود انتقادي (Self-Criticism) او انګیزي (Motive) د پیدا کولو له لاري.
کله چې فکر اصلاح شي، عمل په خپله د سمون په لور خوځښت کوي، اما د عمل اصلاح د دقانون د تطبیق (Rule of Law)، ښه او موثر مدیریت او رهبریت (Effective Management and Leadership) ، د حق (Rights) او مسوولیت (Responsibilities) دپیژندلو او د مکافاتو او مجازاتو (Reward and Punishment )، د څارني او ارزوني (Monitoring and Evaluation)، تفتیش او پلټني (Audit and Investigation) له لاري لا ګړندي کېداي شي.
که غواړو چې هر ډول فساد په نطفه کې خنثي شي، نو د اصلاح پروسه لومړي په انسان، بیا کورنۍ، بیا ټولنه او بالاخره حکومت کې ترسره شي، ځکه چې دوګړي فساد، د کورنۍ، ټولني او حکومت فساد دي، باید عوامل او د حل لاري چاري يي په وګړي کي ولټول شي. كه چیري زه او ته په څه کم یو میتر ځان کې فساد له منځه نشو وړاي، دا به څومره منطقي او عادلانه وي چې له کورنۍ، ټولني او حکومت څخه يي په ټول هېواد کې دله منځه وړلو هیله ولرو؟!