کور / تازه خبرونه / هلمند: څلور ماين ښخوونکي وژل سوي دي

هلمند: څلور ماين ښخوونکي وژل سوي دي

د هلمند ولايت د مارجې ولسوالي څخه ورکړل سوئ تازه خبر وايي څلور طالبان له پوليسو سره په ډزو کي وژل سوي دي.
د مارجې امنيه قومندان غلام سخي وايي دغه کسان د ماين په ښخولو بوخت وو چي پوليس پر ورغلي او وروسته جګړه موښتې ده.
مارجه تيره مياشت د شاوخوا ١٥٠٠٠ افغان او ايتلافي عسکرو له خوا تر اوږدو عملياتو وروسته ونيول سوه، که څه هم افغان دولت ادعا کوي چي ټوله يې تر واک لاندي ده، خو لا اوس هم په دغه ولسوالي کي د طالبانو مقاومت روان دئ.