کور / تازه خبرونه / تازه خبر: کندهار شپږمي چاودني ولړزاوه

تازه خبر: کندهار شپږمي چاودني ولړزاوه

په کندهار ښار کي د تيري شپې راهيسي د چاودنو لړۍ روانه ده چي شپږمه هغې نن سهار پر ځايي وخت اته بجې د پوليسو پر يوه موټر ترسره سوې ده.
چاودنه د دې باغ پر سړک د يخ کارېز په سيمه کي د پاکستان د کونسلګرۍ شاته رامنځته سوې ده. د کندهار امنيتي مقاماتو تايېد کړه، چي چاودنه د پوليسو پر يوه موټر سوې، چي څلور پوليس افسران پکښي وژل سوي دي.
بلي خوا ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کندهار په اوسنۍ چاودنه کي د يوه پاکستاني د مړيني او شپږو د ټپي کېدو خبر هم ورکړئ، خو دا يې نه دي ويلي چي پاکستانيان د کونسلګرۍ کارکوونکي او که د کومي ساختماني موسسې کارګر يا مزدوران وو.
په کندهار کي پرونۍ څلور چاودني ځانمرګي بريدونه ګڼل بلل سوي وو، خو د شپې ناوخته او اوسنۍ هغه يې معلومي نه دي.
وروستۍ دوې چاودني پر داسي مهال کېږي چي د ښار په ټولو مهمو واټونو کي د ملي امنيت، پوځ او پوليسو سرتېري د تلاښۍ په موخه ځاى پرځاى سوي دي.
د پرونيو چاودنو مسئوليت چي طالبانو پر غاړه واخيستئ، تر اوسه پکښي د ٣٥ تنو مړيو او تر ٨٠ د ډېرو ټپيانو خبر ورکړل سوئ دئ.
د ميرويس روغتون رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي کي څو تنه پوليس هم شامل دي، خو اکثريت يې د ښار ولسي وګړي دي.