په هغو خونړيو چاودونو کي چي نن ماښام د کندهار په ښار کي وسوې، د کندهار د جمعيت اصلاح مشر او کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځى استاد فريدالله خان احمدزى هم ژوند له لاسه ورکړئ دئ.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي استاد احمدزي هم د پېښي په قربانيانو کي روغتون ته ور وړل سوئ چي وروسته يې د زخمونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه.
انالله و انااليه راجعون
د کندهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يوه محصل لراوبر ويبپاڼي ته وويل نوموړى په ملا او پښو کي زخمي سوئ وو.
استاد فريدالله احمدزى د کندهار پوهنتون د اسلامياتو استاد و، چي تېر کال د ده په هڅو او کوښښ د کندهار په پوهنتون کي د شرعياتو پوهنځي هم پرانيستل سوه، نوموړى د پوهنځي پر رياست سربېره د کندهار د جمعيت اصلاح د دفتر مشر هم و، چي هره د جمعې ورځ په سوونو کسان د ديني زدکړو، مخامخ بحثونو او ديني پوښتنو دپاره ورته راتلل.
د راپورونو له مخي د څلورو چاودنو مړي تر ٣٠ او ټپيان تر ٨٠ کسانو اوښتي دي. د ميرويس روغتون ډاکټرانو له ښاريانو څخه ټپيانو ته د ويني د ورکولو غوښتنه کړې ده.
همدا اوس له کندهار ښار څخه تازه راپور وايي چي د شپې پر ١١ بجې پنځمه درنه چاودنه هم وسوه، خو د جزياتو په هکله يې معلومات نسته.
زه خپل سلامونه دلراوبرکار کوونکوته وراندی کوم په درناوی
قدرمن استادفریدالله خان احمدزی دکندهاردپوهنتون په ټولوپوهنځیوکی داسلامی ثقافت درس ورکاوه دده په مړینه نه یوازی دده کوربلکه ټول دافغان هغه بچیان چی په نوموړی پوهنتون کی یی زده کړی کولی خوارشول نوموړی په هره پوهنځی کی دهغه پوهنځی مربوط اسلامی تدریس کاوه کله چی دنوموړی په مړینه خبرشوم نوفورامی هغه آیت شریف په یادراغی کوم چی ده راته په لومړی ورځ دتختی په سرلیکلی وو(وانزلنامن السمامافاخرج به من ثمرات رزق لکم)زه دوه کاله مخکی دکندهارپوهنتون دکرهڼی پوهنځی څخه فارغ شوی یم ده به راته داسلام له نظره دکرهڼی اهمیت اوتاریخچه بیانوله مونږ له ده څخه بیخی زیات څه زده کړی دی اودتل لپاره ورته دلوی خدای څخه دمغفرت غوښتنه کوو
روح یی دی ښاده وی
Allah di da wstad Paridullah kurni ta da zara sabar war kary ham da ranga toolo aghw Afghanano ta chi khpul wan ay pa di chawdanw ki da las war kary di
spinghar afghan: deer dakhowshinee zay de chi da kandahar zapali wolas bia yow zal da gham por taghar kshenastal ow wazhredal karzai sahib de oas khpal badaran tar ghara wanise che wali pa domra quwat ow birahma amaliato pa nateja ki ham da khalgo amniat nase newalay ow mokhalifin de ham khday pak sare ki chi la khodaya wa birezhi ow da khalgo ow begonah wolas zhwand ta pam wakre.manana