د سوات په مرکز مينګوره کي د امنيتي پوليسو پر يوه تاڼه ځانمرګى بريد سوئ چي لس تنه يې وژلي او نيژدې ٣٠ کسان يې ټپيان کړي دي.
عيني شاهدان وايي چاودنه نن سهار پر ځايي وخت نهه نيمي بجې د مينګوري په ناصرالملک چوک کي وسوه، چي د محکمې او پوليسو د مرکز په ګډون د سوات سرکاري دفترونه ورته نيژدې دي.
په وژل سويو کسانو کي دوه پوليس او درې پوځيان شامل دي، خو د محکمې او پوليسو عوام مراجعين هم د پيښي له امله مړه او ټپيان سوي دي.
بلي خواته د پنجاب پوليس وايي د لاهور د پرونيو ځانمرګو مړي ٥٧ تنو ته ورسېدل، چي تر لسو ډېر يې پاکستاني پوځيان دي.