د سلام فرهنګي ټولني پيغام
په جرمني هېواد کي د افغان کلتوري ټولنو د ګډي جرګه ګۍ لخوا په مورنۍ ژبه د زدکړي اړتيا تر سر ليک لاندي يو څيړنغونډه جوړه شوه . دی څيړنغونډي ته د ښوني روزني په چارو کي دهېواد يو شمير کارپوهانو خپلي ليکني واورولې او په مورنۍ ژبه د زدکړو او اړوندو اړينو لارو چارو څرک يې څرګند کړ او هم يې په دې اړه يو پريکړه ليک ومنۍ چي په بيلا بيلو رسنيو کي خپور شو .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې په جرمني هېواد کي د افغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګه ګۍ له لوري د جوړي شوي څيړنغونډي د پريکړه ليک بشپړ ملاتړ کوي . موږ باور لرو چي دا ده هر ماشوم او ځوان منلۍ حق دۍ چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي او خپله لار د پوهي په رڼا روښانه کړي . په کلکه غوښتنه کووچي په مورنۍ ژبه د زدکړو حق ، ټولو پښتو ژبوماشومانو او ځوانانو ته چي د افغانستان په هره سيمه کي ميشت دي ، هغه چي په کابل يا بلخ کي دي او که په هرات يا بدخشان کي ، د ځنډ او خنډ پرته د هغوۍ قانوني او منل شوۍ حق ورکړ شي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري