کور / تازه خبرونه / پر يوه پخواني جهادي قوماندن بمي چاوده وشوه

پر يوه پخواني جهادي قوماندن بمي چاوده وشوه

نن سهار په ځایي وخت نژدې 6 بجې دکندوز ولایت په خواجه پسته سیمه کی چی دخان آبادولسوالی پوری اړوندده پرقوماندان باقی دریموټ کنټرول چاودنه تره سره شوه.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چی کله اربکی قوماندان باقی د خپل کور څخه په کرولاموټر کی دخپل یوتن چلوونکی سره دمیلادنبی ص دلمانځنی غونډی ته په لاره وو.
په چاودنه کی قوماندان ته کوم زیان نه دی رسیدلی ولی د نوموړی چلوونکی په پیښه کی ټپی شوی دی.
د برید مسئوليت تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستی، خو قوماندان باقی پړه د دولت په وسلوالو مخالفینو واچوله.
سيمیزقوماندان باقی اوسمهال 20تنه ملیشی لری چی د دولت ضدوسلوالو پرضدپه ملیشه یی سبک جنگیږی.