کور / تازه خبرونه / کانګرس له افغانستان څخه د پوځ ايستل ونه منل

کانګرس له افغانستان څخه د پوځ ايستل ونه منل

د امريکا کانګرس ته د ديموکراتانو له خوا له افغانستان څخه د پوځونو د ايستلو وړانديز ونه مانه.
د امريکا د واکمن ديموکرات ګوند غړيو له اوباما څخه غوښتي وو چي له يوې مياشتي څخه تر يوه کال پوري د افغانستان څخه ټول پوځونه وباسي، خو د جمهوري غوښتونکو ګوند يې مخنيوى وکړ.
د کانګرس غړيو که څه هم د رايو په اکثريت دغه وړانديز رد کړ، خو د ديموکراتانو ٦٥ په يوه خوله د افغانستان څخه د پوځيانو د ايستلو غوښتنه وکړه.