تېره شپه په پکتيا ولايت کي د پوليسو پر يوه پوسته د حملې په ترڅ کي درې افغان پوليس وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قومندان عزيزوردګ د پېښي پخلى کوي او وايي دغه حمله تېره شپه وسله والو جنګياليو ګردېز ته نيژدې د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته کړې ده. د نوموړي په وينا وسله والو لومړى پر پوسته ډزي کړي وې، چي پوليس مقاومت ته ور وتلي وو، وروسته يې پر ښخ سوي ماين موټر الوتئ او پورتنۍ مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
په دې حمله کي د يادي سوي پوستې قومندان هم وژل سوئ، خو تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.