خداى خبر افغانان ولې په هر څه كې افراط كوي، زما په ياد دي چې كله په اتم ټولګي كې وم، مجبوره وم چې هره ورځ لويه لنګوټه يا بګړۍ وتړم، په كومه ورځ چې به مې بګړۍ نه وه تړلې ښوونځي ته به يې نه پرېښولم.
يوازې څو اونۍ وروسته، هغه مهال چې طالبان ولاړل او د حامد كرزي دولت راغى، په هماغه ښوونځي كې مجبوره وم چې دريشي واغوندم، او په كومه ورځ چې به مې دريشي نه وه اغوستې ښوونځي ته به يې نه پرېښولم،
دډموكراسۍ راتګ د يو څو خوندونو سره بلا دردونه هم له ځانه سره راوړل، موږ افغانان هم مجبور شوو بايد ښځو ته مو حقونه وركړي واى ځكه مو ښځې له كورونو را وايستې.
څو ورځې وړاندې د ښځو ږغ ټولنې مشرې ثريا پاكزاد د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه د امريكا كانګرس ته خبرې كولې، دې وويل چې د افغانستان په پارلمان كې ۶۸ وكيلاني لرو، چې ۲۵ سلنه جوړوي، د دوى زياتره يې د جنګ سالارانو په مرسته پارلمان ته راغلي او دا چوكۍ يې په يوه نه بله لار ګټلې دي.
دې وويل چې موږ په پارلمان كې د كميت له مخې ډيرې خو د كيفيت له لحاظه ډيرې كمې ښځې لرو.
دې همدرانګه وويل چې د پارلمان وكيلانې خپل ږغ نه لري، د هرې موضوع په اړه جنګ سالارانو ته زنګونه وهي او له هغوى پوښتنه كوي، چې چا ته رايه ور كړي او چا ته يې ور نه كړي.
پاكزاد يوازې د وكيلانو او د جنګسالارانو د ټيلفوني اړيكيو خبره وكړه، خو كه رښتيا ووايو چې يو نيم وكيلانې خو له توپكيانو سره تر ټيلفوني اړيكيو لږ ور تېرې نورې اړيكې هم لري چې ليكل يې ښه نه دي تاسو خپله ښه پوهيږئ.
همدې وكيلانو د بلا خلكو او كېمرو په وړاندې پر يو بل د بداخلاقۍ تورونه ولګول، او يو بل ته يې خبردارى وركړ چې د بدلمنۍ ثبوتونه يې ورسره دي.
مجبوري ده، دوى مجبوره دي چې خپل توپكسالاران خوشحاله وساتي،او موږ مجبور يو چې نړيوال خوشحاله وساتو.
هغه د بريالي صمدي سندره ده چې وايي
زما مجبور مجبور افغانه
تا ته په تمه دى وطن افغانستانه…
رښتيني درواغجن
وايي د دښمن ، دښمن دوست وي خو كله كله دا خبره غلطه ثابته شي، امريكا او ايران دواړه د طالبانو سخت مخالف دي، خو دا دواړه هيوادونه په خپل منځ كې سره وران دي.
په چهارشنبه چې كله احمدي نژاد كابل ته راغى نو په يوه خبري ناسته كې يې د افغان ولسمشر سره يو ځاى ځينې ترخه حقيقتونه راوسپړل، كه څه هم د ده ځينې خبرې پر ښاغلي كرزي ښې نه لګيدې.
ده وويل چې امريكا له هغه ترهګرو سره جګړه كوي چې دوى خپله جوړ كړي دي، او دا خبره تر هر چا ايران ته ځكه ښه مالومه ده هغه مهال چې له طالبانو سره د امريكا له خوا په مستقيم او غير مستقيم ډول مرستې كيدلې، ايران يو له هغه هيوادونو څخه و چې د امريكا پر وړاندې ولاړ و.
ايران هغه وخت د طالبانو د مخالفينو سره بلا مرستې كولې، له پيسو څخه نيولې، تر وسلو پورې يې وركول.
د احمدي نژاد تر راتګ وړاندې د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس همدا تورونه پر ايران لګولي وو، چې ايران په افغانستان كې دوه مخيتوب كوي، ايران كه له يوې خوا له افغان دولت سره د ښو اړيكيو لرلو دعوه كوي نو بل خوا مخالف وسله وال پر شا ټكوي او مرسته ورسره كوي تر څو د بهرنيو سرتېرو پر وړاندې وجنګيږي.
دوى دواړه رښتيا وايي، د دوى دواړو هېوادونه په افغانستان كې خپل _ خپل كار كوي خو موږ چې په هر څه مو سر خلاص دى، بيا هم لكه …….د باندې پاتي يو.
ما په ما وژني
ما ته يو وخت زما يو ملګري ويلې و، چې پاكستان هم د هند په څېر د افغان زده كوونكو لپاره د لوړو زده كړو بورسونه ليږلې وو، خو كرزي صاحب و نه منل او پاكستان ته يې وويل چې تاسو زموږ ښوونځي او پوهنتونونه ورانول او سوځول بند كړئ دا زموږ لپاره هر څه دي.
دا خبره به خداى څومره رښتيا وه خو زما پر زړه خدايږو ښه ولګېده، يو خو په دې چې پر ځاى خبره وه، بل دا كه چيرې افغان زده كوونكي په پاكستان كې زده كړې وكړي ددې پايلې به څومره خطرناكه او له تاوانونو ډكې وي تاسو خپله ښه پوهېږئ.
څو ورځې مخكې چې افغان ولسمشر كرزى پاكستان ته تللى و، هلته يې دهغه هېواد د نورو لوړپوړو چارواكو تر څنګ د پاكستاني پوځ له مشر اشفق پرويز كياني سره هم وكتل.
كياني افغان ولسمشر ته وويل د پاكستان پوځ تيار دى، تر څو افغاني پوځيانو ته پخپلو ښوونيزو مركزونو او انسټيوټونو كې زده كړې وركړي، ښاغلى كرزى چې د پاكستان له خوا د څو طالبانو نيول كېدو خداى خبر څومره خوشبين كړى دى، سمدستي يې دا خبره ورسره ومنله او نوموړي ته يې وويل چې ډېر ژر به په دې اړه ګام پورته كړي.
دا ډېره ښكاره خبره ده چې پاكستان ، افغان پوځيانو ته د زده كړو او تمرين وركولو تر شاه بلا موخې لري، يا خو به غواړي چې د افغانستان د نورو ادارو تر څنګ د پوځ په ليكو كې هم خپل جاسوسان پيدا كړي او كله كله خو سړي ته دا فكر هم ور پيدا شي چې هسې نه افغان دولت پوځيان ور ولېږي او دوى يې له هغې خوا ځانمرګي كړي او بېرته يې راواستاوي.
ما ته هماغه زما د ملګري كيسه را ياده شوه
كاش چې ولسمشر كرزي، پروېز كياني ته ويلي واى چې وروره زموږ پوځيان مه راوژنئ ، ستاسو تر زده كړيو موږ تېر يو…
ما په ما وژني کافر هنر دئ
دلته هم زه مرم، هلته هم زه مرم
دا ډايري همدومره وه، تر بيا مو پر خداى سپارم.
د ډايري په اړه خپل نظرونه، نيوكې او وړاندېزونه راولېږئ
hikmat_sorosh@yahoo.com