کور / شعر / غزل

غزل

روان يوپه مېړانه څنګ په څنــــــــــګ دزمانې
خبريومونږله وخته زړه دئ تنګ ده زمـــــــانې
لګيايوچي بدل کړوخونداورنګ دزمـــــــــانې
اوس غلي کښېنستئ نه سوپه څنګ دزمانې
دقام هريوبچئ به تانه داتــــپوس کــــــــــــــــــوي
پرسردپښتون ولي دئ هرجنــــــګ دزمـــــــانې
مونږولي هروخت سوځوپه لـــمبوداقــــــــتدار
مونږولي پرې کووهريوقلنـــــــــګ دزمـــــــانې
چي ستادوسه کېږي دتخريب څيزونه وېشــــه
مونږامن بچ کوواونوم اوننــــــــګ دزمـــــــانې
احساسه! اوس دنورخلګوغــمونه راسره دي
نن ځکه اخته سوي يوپه جنـــــــګ دزمـــــــــانې