کور / تازه خبرونه / امريکا: د اېران او طالبانو دوستي غټه خبره نه ده

امريکا: د اېران او طالبانو دوستي غټه خبره نه ده

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس نن د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د تګ پر مهال وويل له افغان طالبانو سره د اېران مرسته غټه خبره نه ده، خو د اېران دوه مخى توب په ډاګه کوي.
رابرت ګېټس چي له تيرو درو شپو راهيسي په افغانستان کي وو، دغه څرګندوني يې سعودي عربستان ته تر روانېدو دمخه د بګرام په هوايي ډګر کي امريکايي پوځيانو ته د وينا پر مهال وکړې.
هغه وويل اېران له يوې خوا د افغان حکومت سره د دوستۍ نارې وهي خو پر بل سر له طالبانو سره مرستي کوي او په افغانستان کي د سولي هلي ځلي سبوتاژوي.
رابرت ګېټس وويل که څه هم اېران له طالبانو سره په محدوده اندازه مرسته کوي، خو موږ بايد وپوهېږو چي دغه هيواد دوه مخې لوبه پيل کړې ده.