کور / تازه خبرونه / ميليبنډ: د القاعده والو طالبانو سره پخلاينه امکان نه لري

ميليبنډ: د القاعده والو طالبانو سره پخلاينه امکان نه لري

د برتانيې د خارجه چارو وزير ډيويډ ميليبنډ پر افغان حکومت ږغ کړئ، چي له طالبانو سره د پخلايني چاري چټکي کړي، خو وايي له هغه طالبانو سره خبري امکان نه لري چي د القاعدې سره اړيکي لري.
ميليبنډ د امريکا په ميساچوسټس ايالت کي د آى، ټي ټکنالوژۍ په يوه انستيتوت کي د وينا پر مهال وويل افغان کشاله د پاکستان له مرستي پرته نه هوارېږي.
ميليبنډ وويل د افغانستان ستونزه به هغه مهال اواره سي، چي وسله وال طالبان سياسي فعاليت ته مخه کړي او په حکومت کي چوکۍ ترلاسه کړي.
نوموړي وويل پر پاکستان سربېره د پاکستان، چين او روسيې هيوادونه هم د افغانستان په ثبات کي برخه اخيستلاى سي.
د ميليبنډ په وينا اوس د دې وخت راغلى چي په افغان کشالې ته سياسي حل لاره ولټول سي.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير پر داسي مهال د طالبانو سره د سولي پر خبرو ټينګار کوي، چي د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په اسلام کي د سفر پر مهال نړۍ واله ټولنه له طالبانو سره د واضحي ستراتيژۍ په نستوالي تورنه کړه.
ولسمشر کرزي نن په اسلام آباد کي خبريالانو ته وويل دى حاضر دئ چي د ملامحمدعمر په شمول د ټولو طالبانو سره خبري وکړي، خو امريکا او لوېديځ هيوادونه خنډونه پکښي اچوي.