کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له وينا مو ښكاري وركه مو راغلې

له وينا مو ښكاري وركه مو راغلې


ښوونځى زما سوزول كېږي، كلينيك او روغتون زما ورانېږي، مشران زما وژل كېږي، په كورونو زما بمبار كېږي، د طالبانو له خوا د جاسوسانو او د بهرنيو د همكارانو په نوم زما د كورنۍ غړي وژل كېږي، د يوې ولسوالۍ د يو سړك د جوړېدو په سر زما اويا كسان وژل كېږي، له زده كړو زه بې برخې يم، په ملي اردو او پوليسو كې زما برخه په نشت حساب ده، خو زه په خپله هم نه پوهېږم چې دا ولې؟
او دا ولې كورني او بهرني كسان ما رټي؟
دا ولې د هالبروك په شان د امريكا رسمي استازي زما د هر كور نړېدو ته لاره اواروي؟
دا ولې هره ورځ په يو او بل نوم وژل كېږم؟
دا خو به خامخا يو ځواب ولري؟
هالبروګ ولې زما هرې كورنۍ ته د طالب او د دولت د مخالف په سترګه ګوري؟
ايا كرزى، رحيم وردګ، حنيف اتمر، زاخېلوال، احدي، اشرف غني، فاروق وردګ، او داسې نورې څېرې چې د همدې دولت له لويو چارواكو څخه شمېرل كېږي پښتانه نه دي او هولبروګ دوى هم د طالبانو په ډله كې شمېري؟
ايا د افغانستان ۶۰ سلنه خلك بايد ووژل شي، ځكه چې دوى ټول پښتانه او طالبان دي؟
خو نه داسې نه ده ټول پښتانه طالبان نه دي او نه هم ټول طالبان پښتانه دي، ځكه چې د طالبانو په تېره دوره كې دويم لوى ځواك د بدخشان و، ايا هغوى هم پښتانه دي؟
كه چېرې د بهرنيانو هر فكر، هر نظر او هره كړنه د هالبروك په شان وي نو لرې نه ده چې په ډېر نژدې وخت كې به له دې هېواد څخه خپله كمپله ور ټوله كړي، ځكه چې كه دوى په پښتون قوم پسې هر څه وايي، دا د دوى خپل نظر دى. خو دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې پښتون د سولې، ملي پخلاينې، مينې او ورولۍ قوم دى، همدې قوم هر وخت په هېواد ولسمشري كړې خو په هېواد كې هر بل مېشت قوم ته يې د ورور په سترګه كتلي، نه په داسې ډول چې نن ورځ يې هولبروك وايي او نوموړى غواړي چې په دې ډول د هېواد په لراوبر كې قومونه په جنګ، جګړو بوخت كړي.
دا چې د نوموړي دا څرګندونې له منطق څخه ډېر واټن درلود او ټولو هېوادوالو د نوموړي دا څرګندونې وغندلې، له همدې امله نوموړى بېرته غواړي چې خپلې خبرې ترميم كړي او ووايي چې زما نظر داسې نه و او ما په دې ډول نه وو ويلي، نوموړي په يوې اعلاميې کې چې په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا خپره شوې ده، د خپلو هغو څرګندونو په هکله توضيحات ورکړي، نوموړي څرګنده كړې: ما ويلي و چې د هر پښتون کورنۍ يو غړى د طالبانو په ليکو کې دى ما په حقيقت کې غوښتل چې د ولسمشر کرزي پر هغې وينا تبصره وکړم چې په استانبول کې يې کړې وه. ښاغلي کرزي ويلي وو ټول هغه طالبان چې په تروريستي شبکو پورې تړاو نه لري او يا د القاعده شبکې غړي نه دي د افغان ولس بچيان دي. هالبروك وايي، زما هدف دا نه و چې ووايم ټول پښتانه طالبان دي.
د يوه استازي له خوا دا د شرم خبره ده چې د يو هېواد د ابادۍ او هلته د يووالي او سولې د رامنځ ته كولو په ځاى له داسې كړنو څخه كار واخلي چې هلته د بې اتفاقۍ او تاوتريخوالي لامل وګرځي، كه چېرې امريكا د خپلو استازو په ټاكنه او همدارنګه په خپلو اوسنيو تګلارو كې بدلون رانه ولي نو په ډېره نژدې كې دې خپل برخليك د روسيې په شان وشمېرې، ځكه د دوى له ويناوو ښكاري چې وركه يې راغلې.