کور / تازه خبرونه / د نيکولاى سرکوزي او مېرمني نوي يارانې رسوا سوې

د نيکولاى سرکوزي او مېرمني نوي يارانې رسوا سوې

د فرانسې په مطبوعاتو کي د ولسمشر نيکولاى سرکوزي او مېرمني د نوي يارانې په هکله يو ځل بيا تاوده خبرونه خپرېږي.
رپوټونه وايي ولسمشر سرکوزي په دې وختونو کي د چاپيريال ساتني له ٤٠ کلني وزيري شينټل جوانو سره د اړيکيو يو نوى تار ځغلولى دئ. او د هغه مېرمن لابروني بيا د فرانسوي موسيقار بنجامين بايو په محبت کي ګرفتاره ده.
نيکولاى سرکوزى د نړۍ له هغو ولسمشرانو څخه دئ، چي د ښځو سره د اړيکيو په هکله يې په مطبوعاتو کي ډېر خبرونه خپرېږي.
سرکوزي په ٢٠٠٦ کال واک ته له رسېدو سره سم پخوانۍ مېرمن طلاقه کړه او له اوسنۍ لابروني سره يې واده وکړ. لابروني د فرانسې يوه مشهوره ماډليسته وه چي د سرکوزي په وينا له ډېره وخته يې مينه ورسره درلوده، خو ښايي اوس دواړه د نويو يارانو په موندلو بيرته طلاق سره واخلي.