کور / تازه خبرونه / د هاکي ملي لوبډلي استعفاء وکړه

د هاکي ملي لوبډلي استعفاء وکړه

د پاکستان د هاکي ملي لوبډلي ټولو غړيو په يوه خوله وروسته له هغه استعفاء وکړه چي د هاکي په نړۍ والو لوبو کي يې پرله پسې ماتي وخوړې.
د هاکي د لوبډلي کپتان ذيشان اشرف وويل لوبغاړو له دې کبله د استعفاء پرېکړه کړې چي د دوى پرله پسې ماتي په نړۍ کي د پاکستان د شرمېدو سبب وګرځېدې.
د ذيشان اشرف په وينا پاکستاني ملت په دوى اعتماد کړئ وو، خو دوى ونه توانېدل چي هغوى ته سرلوړي ورپه برخه کړي ځکه نور نه غواړي چي د پاکستان په ملي لوبډله کي ولوبېږي.