کور / تازه خبرونه / د نړۍ د ٢٠ شتمنو کسانو ليست خپور سو

د نړۍ د ٢٠ شتمنو کسانو ليست خپور سو

د رويټرز آژانس د نړۍ د شلو شتمنو کسانو يو ليست خپور کړئ، چي د مکسيکو د يوې مخابراتي کمپنۍ خاوند کارلوس سلايم د نړۍ تر ټولو غټ سرمايه دار پکښي ګڼل سوئ دئ.
تر دې دمخه د امريکا د مايکروسافټ کمپنۍ خاوند بيل ګېټس د نړۍ لومړى شتمن کس وو، چي سږکال په دوهمه درجه کي راغلئ دئ.
د راپور له مخي د نړۍ شل سرمايه داران په لاندي ډول ښودل سوي دي.
١- کارلولس سلايم، ٥، ٥٣ ميليارډ ډالره، مکسيکو.
٢ – بيل ګېتس، ٥٣ ميليارډ ډالره، امريکا.
٣ – ورن بپټ ٤٧ ميليارډ ډالره، امريکا.
٤ – مکېش امباني، ٢٩ ميليارډ ډالره، هندوستان.
٥ – لکشمي ميټل، ٧، ٢٨ ميليارډ ډالره، هندوستان.
٦ – لري ايلسن، ٢٨ ميليارډ ډالره، امريکا.
٧ – برنارډ ارناولټ، ٥، ٢٧ ميليارډ ډالره، فرانسه.
٨ – آيک باټيسټا، ٢٧ ميليارډ ډالره، برازيل.
٩ – امنشيو ارټيګ، ٢٥ ميليارډ ډالره، هسپانيه.
١٠ – کارل البريخت ٥، ٢٣ ميليارډ ډالره، جرمني.
١١ – اينګورکمپرډ او کورنۍ، ٢٣ ميليارډ ډالره، سويډن.
١٢ – کريسټ والټن او کورنۍ، ٥، ٢٢ ميليارډ ډالره، امريکا.
١٣ – سټيفن پرسن، ٤، ٢٢ ميليارډ ډالره، سويډن.
١٤ – ليکا شنينګ، ٢١ ميليارډ ډالره، هنکانګ.
١٥ – جيم والټن ٧، ٢٠ ميليارډ ډالره، امريکا.
١٦ – اليس والټن، ٦، ٢٠ ميليارډ ډالره، امريکا.
١٧ – ليلين بيتين کوټ، ٢٠ ميليارډ ډالره، فرانسه.
١٨ – ايس، رابنسن والټن، ٨، ١٩ ميليارډ ډالره، امريکا.
١٩ – شهزاده وليد بن طلال السعود، ٤، ١٩ ميليارډ ډالره، سعودي عربستان.
٢٠ – ډيويډ تامسن او کورنۍ، ١٩ ميليارډ ډالره، کاناډا.

په راپور کي سږکال د نړۍ د ١٠١١ شتمنو کسانو يادونه سوې، چي ٨٩ تني پکښي ښځي دي. په دغو کسانو کي د ٦١١ تنو شتمني د تېرکال په نسبت ډېره سوې، د ٦٢ هغې لږ سوې او د ٧٧ تنودا پر پخواني حال پاتې ده.
په ١٠١١ کسانو کي ٩٧ تنه سږکال په لومړي ځل د نړۍ د شتمنو کسانو په کټګوري کي راغلي، له پخواني ليست څخه ٣٠ تنه ايستل سوي دي او ١٣ تنه سږکال مړه سوي دي.
راپور وايي په ٢٠٠٩ کال د ٧٩٣ خانانو له جملې څخه ٧٢ تنې ښځي وي.
د ٢٠١٠ کال له ١٠١١ شتمنو څخه ٤٠٣ تنه د امريکا د متحده ايالاتو دي، چي پروسږکال ٣٥٩ تنه وو، د اروپا دا ٢٤٨ چي پروسږکال ١٩٦ کسان وو. د آسيا څخه ٢٣٤ تنه دي، چي پروسږکال ١٣٠ کسان وو. د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو ٦٥ کسان پکښې دي چي پروسږکال ٥٨ تنه وو. د لاتيني امريکا هغې ٦١ تنه دي چي پروسږکال ٥٠ تنه د نړۍ د شتمنو کسانو په جمله کي راغلي وو.