هلمنده! دا ولې خاموشه یی ته
هلمنده! دا د خاموشۍ وخت نه دی
هلمنده! نه کنه، قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه ، حوصله څومره وي
هلمنده! وګوره بلا راغلې
لکه د غره هومره وسله ورسره
په غړمبها او په درزا راغلې
هلمنده! دا داسې وینا کوي چې
تاکې اته سوه شر خوښې اوسې
خو دوي ځانونو ته خیر خوښې وایی
پوره پنځلس زره ځانته دوي دي
له دوی نه ډېر بیا زمونږ خپل ورسره
هلمنده! سترګې داسې مړې مه نیسه
اخ ، ها ټپي کوچنی لغړیږي تاکې
اخ ځنکدن یی دی ، بلا یې واخلم
هلمنده واوره ځان به کوڼ نه نیسې
هغه په خپلو اخيري سلګو کې
له موره مرسته غواړې، وایې ورته
مورې ما څه کړي، ما بچ کړه کنه
خو مور به څنګه ورته ډاډ ورکړي ، راښکل به یې کړي
هغه خو خپله په وحشي چرو سورۍ سورۍ ده
هلمنده! اله، راکټ راغی په ښوونځي ولګید
هلمنده! وګوره د خپلو شاګردانو منځ کې
هغه استاد چې په دې کلې کې تنها استاد ؤ
له چت نه لاندې کلیمه وایي، او ساه ورکوي
هلمنده!دا د خاموشۍ وخت نه دی
هلمنده!نه کنه قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه، حوصله څومره وي
هلمنده! سترګې به دې نه پټوي
هلمنده! واوره ځان به کوڼ نه نیسې
دلیونــۍ مــــور لیـــونــتـــوب وګـــوره
چې خپل خاوند له ږیرې نیسې ، له ګرایونه نیسې
ږیرې ته ټـــک ورکــوي، وایي ورته
ماته چینار مې راکړه، دروغ مه وایه
زما هماغه یوه زړی زوی دی
زما هغه باندې دنیا ودانه
زما سپیڅلی ،نازولی زوی دی
هغه به ولې ځوانیمرګ شي؟ او ګناه یی څه ده؟
نه کنه ، نه مري ، ها غمی نه مري
هغه به تل ژوندی وي، مالپاره
زما سپیڅلی ،نازولی زوی دی
بیا په خندا شي ، تکراري ووایی
نه کنه نه مري ، ها غمی نه مري
نه کنه نه مري ، ګلالی نه مري
هلمنده خپل له پردو ډېر ظالم شول
وایی په ګډه عملیات کوو موږ
دوی به لا هم خپلو ځانو ته افغانان وایی نو
که افغانان نو په دې فخر کوي
دا فغانیت مانا که داسې وي چې
د یوې مور مخکې چینار یې په تبرونو وهل
د شمله دار ، شمله سورۍ په مرمۍ
د یوې خور د سترګو تور قتلول
د یو عاجز ، غریب استاد وژنه
په یو کوچني باندې ښوونځی نړول
خلک په خپل ځای کې هجرت ته مجبور
د اوبو رنګ بدلول وینو باندې
نو زه په زغرده ، برلا یې وایم
زه افغان نه یم ، ځان افغان نه ګڼم
زه مې په خپل غرور توکاڼې توکم
د افغانیت له نامې کرکه کوم
دغه ظلمونه مې وجدان نه مني
نو ورته ځکه وینا سپکه کوم
هلمنده! بل دا مطبوعاتو واله
سترګې یې پټې دي، دوی هیڅ نه ویني
بس دومره وایې چې نن دلته تاکې
دغه په ګډه عملیات په کامیابۍ مخ ته ځي
هلمنده ! ځه کنه، قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه، حوصله څومره وي
هلمنده! ته خو غیرتي ځمکه یې
هلمنده! زغم او صبر ندی پکار
هلمنده! ځان ورته کوهی کړه ، داټول وخوره یو دم
او یا یی پورته کړه اسمانه پورې
له هغې ځای یی را نسکور کړه بیرته
نو مونږ به دغه عملي وګورو
چې د ظالم کاسه نسکوره وي تل
چې د ظالم کاسه نسکوره وي تل