ما چې چاڼ دا ټول جهان کړ پیدا نشوې
په ژړا مې لوند ګریوان کړ پیدا نشوې
له مودو مودو دې تږی د دیدن یم
ځان مې ښه ستړې ستومان کړپیدا نشوې
لټولې مې یې ډیر بیګاه په ستورو
ناقرار مې ټول آسمان کړ پیدا نشوې
د تقدیر کاتب په لټه ګرځیدمه
چې تر لاسه مې فرمان کړ پیدا نشوې
جبارخیل، طاهري دواړه مې ګواه دي
ځان مې ډیر درته پریشان کړپیدانشوې
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه