د کابل په ګاونډ کاپيسا ولايت کي نن سهار د ماين چاودني پنځه ولسي کسان وژلي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي په وژل سويو کسانو کي څلور ماشومان هم شامل دي او څو نور يې ټپيان کړي دي.
د ناټو ځواکونه وايي د پيښي درې ټپي ماشومان د دوى يوه روغتون ته د علاج درپاره انتقال سوي دي. د ناټو وياند ويلي د چاودني پر مهال نه د دوى او نه افغان پوځيان په سيمه کي موجود وو چي مرګ ژوبله ورته واوړي.