د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس په رياض کي د پاچا عبدالله بن عبدالعزيز څخه غوښتنه وکړه چي پر اېران د لګېدونکو بنديزونو په هکله د امريکا ملاتړ وکړي.
د سعودي حکومت مخکي ويلي وو چي دوى نه غواړي اېران اټومي وسلې ترلاسه کړي، خو بايد په سيمه کي د اسرائيلو د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنيوى هم وسي.
د سعودي حکومت د اېران د اټومي پروګرام په مخنيوي کي له بنديزونو سره مخالف دئ او وايي د خبرو اترو له لاري دي اېران د يورانيمو له غني کېدو راوګرځول سي.
د سعودي له پاچا سره د ګېټس تر ليدني وروسته د پنټاګان وياند جياف مورل وويل امريکا هيله لري چي سعودي به يې ملاتړ وکړي.
د سعودي څخه تر دې دمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنټن او د وسله وال پوځ قومندان مايک مولن هم ورته غوښتنه کړې وه.