پرهر پرهر ټپی ټپی شوی په ګولو کابله
سوری سوری شوی سور انګار په سرو مرمو کابله
د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله
بچیان دی واړه یتیمان پیغلی دی کونډی شولی
په چیغو چیغو دی هر ځوان دی په سلګو کابله
د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله
ټوټی ټوټی دی هر اندام شولو په توره جدا
ستی ستی شوی هری خوا ته په جنګو کابله
د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله
ای د ( امو) نه تر (اټک) د هر افغان زړګیه
دی ( لر او بر) په تا راټول د پښتنو کابله
د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله
چه تل یی پاتی (کاملې) ته لوی میراث د نیکو
د احمد شاه او د میرویس ای د پلرو کابله
د شاه زلمو کابله د ننګیالو کابله