په داسي وخت کي چي د سر دبقاء تحريک په ډېرو حساسو شېبو کي مخ په وړاندې روان دی، د پاکستان د جماعتي مېډيا او استخباراتي انټلجنسيا ناقص او نارسا کردار دا دی، چي د پښتنو د وطن اوسنيو حالاتو ته په خپل تاريخي سياق و سباق کي نه بلکې له معروضي پارليماني زاويې نه ګوري. په نورو ټکو لکه څنګه چي دوي اين آر او د اتو زرو کسانو مسئله نه بلکې يوازې د صدر زرداري مسئله ثابتولی شي، همدغسې نقطه نظر د روان جنګي صورتحال په حواله د پراخ تاريخي پسِ منظر په ځاي دو کلن سياسي سېټ اپ ته محدود دی. دوي تر اوسه هم په دې کشمکش کي شکېل او تقسيم پاته دي، چي دا جنګ زموږ او که پردی دی؟ د پردي جنګ سرود غږونکي غواړي، چي رياستي جهادي سېټ اپ بري الذمه وګرځوي او د غېر رياستي عناصرو په نوم ګاونډيو هيوادونو ته ښکنځلې ډالۍ کړي. دوي د ځينو وړو مسائلو په مورد کي د پښتونخوا حالات ثانوي ثابتوي. د عدليې د بحالۍ د تحريک نه د عدليې تر اوسنيو فېصلو پورې دې هر څه ته د مېډيا زبردست کوريج ورپه برخه شو او په پرله پسې توګه تر ننه د قانون د محافظانو قصيدې ويل کېږي خو په پښتونخوا کي چي قومي تحريک د سر دبقاء په جنګ کي سرونه قربانوي، هيڅ نه ويل کېږي، د پاکستان په مېډيا او سياست کي چا ددې قربانيو اعتراف وکړ؟
يوه بله تش په نوم روشن خياله ډله په دې کشمکش کي ده، چي د امريکې او که د طالبانو مخالفت وکړي. د سوويت يونېن د انهدام د الميې نه پس هغوي د حالاتو د نزاکت د ادراک کوشش ونه کړ بلکې د تجزيې او جايزې لپاره يې زوړ چوکاټ په کار واچاوه. د پاکستان مېډيا د جهادي طبعيت حامل ده او په اوسني جنګي حالت کي د څرګند جانبدار کردار له مخې ترهګرو ته د اخلاقي جواز ورکولو هر ممکن کوشش کوي. خو د دوي لپاره تکليفده صورتحال دا دی، چي عوام تر مېډيا زيات باشعور دی. عوام لښکرونه جوړوي او د خپل تحريک هر ډول مرسته يقيني کوي. د سازشي مېډيا د تمامو کوششونو باوجود تحريک او قام يو له بل سره ګنډلي پاته شو. د تحريک سياسي بصيرت دا دی، چي تر بهرني نقطه نظر او فشار يې په څو چنده زيات ارزښت د خپل عام اولس رايې او غوښتنې ته ورکړ او ټولې فېصلې يې د عوامي نفسياتو په رڼا کي وکړې. په اتنهايي پېچيده حالاتو کي د سياسي دور اندېشۍ په زور اخر کار ممکن شو، چي عالمي او هم عوامي تاثر د پښتون قام او پښتون قامي تحريک په حواله په يو زيات مثبت شکل کي ښکاره شو.
په اوسنيو حالاتو کي جنګي عناصر څه غواړي؟ صاحب عقل څوک په اسانه ځواب ويلی شي، ګډ وډي……..!! ګډ و ډي څنګه او د چا لپاره؟ جغرافيايي، معاشي، ذهني او نفسياتي ګډ وډي، په هر ډول تنظيم او توازن کي ګډ و ډي او په هره شعبه او اداره او په هر معيار او مدار کي ګډ و ډي!! دا ګډ و ډي د اقتصادي حرص مندو، وسله تاجرانو، قامي مفسدينو او جمود غوښتونکو او رجعت غوښتونکو په ګټه تمامېږي. ترهګر جنګ د ټولنې د واپسۍ او پسماندګۍ لپاره کوي. په دې کي د هيڅ اعلی او ارفع قدرونو ترويج او ترقي نه شي کېدی. په دې کي هر وخت سالم او ساهو ارزښتونه مسخ کېږي. اوسنی صورتحال په هيڅ حواله هم د شريف المزاج انسانيت لپاره د زغملو وړ نه دی. ځکه چي په دې صورتحال کي د انسانيت د بربادۍ په لور سفر روان دی. جنګي عناصر هغه کلتوري قدرونه پر ترجيحي بنيادونو تخريبوي، کوم چي په نړۍ کي د پښتنو د مترقي شناخت ضامن ګرځي. د پښتنو د مترقي شناخت تنسيخ د پښتنو د ورکولو په لور لومړی قدم دی. په نننۍ دنيا کي چي کوم قام له جديدو جمهوري او مترقي تصوراتو بېګانه وي، هغه په ګرانه خپله بقاء خوندي ساتلی شي. د روانو حالاتو په تناظر کي د پښتنو وطن په مادي او معنوي دواړو حوالو له يو لوی زيان سره مخامخ دی. مادي ژوند مو په بارودي ماحول کي مفلوج دی، چي ژور اثرات يې زموږ پر ذهني او نفسياتي نړۍ هم څرګند دي. په دې حالاتو کي يوه واضحه تګلاره لرل که هر څو مشکل وي خو ډېره ضروري وي. د قامي رويې لرونکي پښتانه وګړي په تکرار دا خبره کوي، چي دا د پښتنو د ژوند او مرګ پړاؤ دی. دا يوه نشاندهي ده خو د ژوند او مرګ په دې پړاؤ د لارې موندلو او لارښودنې کولو ضرورت دی. په اوسني عصر کي لار او لارښود بايد له مصلحتونو پاک پسِ منظر ولري. دا د فېصلې وخت دی، د صفا صفا خبرې وخت دی. په سياست کي د هدف او په جنګ کي د دښمن تعين پکار وي، په دې لړ کي ابهام مطلق ناکامي وي. قام څرګند stance غواړي او څرګنده تګلاره غواړي.
په نړېوال سياست کي دا وخت د پښتنو د وطن د مرکزي خيال حثيت دی او د نړېوالې ټولنې ټوله توجه پردې سيمه مرکوز ده. موږ په تکرار دا خبره کړې ده، چي حالات دې ته جوړ دي، چي د پښتنو قومي سوال له بين الاقوامي سوال سره وتړل شي. نن عالمي رايه د پښتنو په حق کي ده او سيميز استبدادي مېکانيزم له هر ډول اخلاقي مرستې نه بې برخې دی. په جنګ کي دښمن تنها کول او د اخلاقي و مالي سپورټ نه بې برخې کول پکار وي. د لروبر افغان په سياسي تناظر کي چي نن نړېواله ټولنه خپله تګلاره ټاکي، نو په ضمن کي يې بايد پښتون بحثيت مجموعي خپله قامي تګلاره ولري. په نړېواله سټرېټيجي کي دا بدلون رامنځته شوی دی، چي افغانستان د اسيا نه بلکې د دنيا زړه دی او د پښتنو دښمن د ټولې دنيا دښمن دی. په دې حواله پښتنو ته د قومي سوال د راوچتولو زمينه نن تر هر وخت زيات مساعده ده، موقع شناس ذهنونه يې په اهميت پوهېږي.
د پاکستان په صحافت کي چي د قومي دائرې او حب الوطنۍ کومې بابولالې ويل کېږي، دا تش قومونو ته د نوکرۍ او چاکرۍ تلقين دی. د قومونو په فطري تشخص او حقونو پورې اوس هم ملنډې روانې دي. د پښتونخوا د نوم پر مسئله د انتهائي درجې کم ظريفي وليدل شوه. يو څوک چي مو د تشخص په اړه تر دومره سخت دريځۍ او بې شرمۍ رسېدی شي، نور به راته کوم پټکی په سر کړي؟ د پښتنو حثيت په دې قومي دائره او حب الوطنۍ کي بحال نه دی. پښتانه به خپل قومي تشخص او ژوند ژواک بحالوي، د خپل قومي تحريک په زور به يې بحالوي. مزاحمت اخري آپشن دی، په اخري تجزيه کي به د يو مرکز په ارزښت خبر ذهنونه خپلې مقاومتي مبارزې ته بېرته مخ اړوي. د جنګي حالاتو په سبب مي نن د ژوند هره څانګه مفلوج ده، د يوې منظمۍ سټرېټيجۍ له مخې مي تاريخي قامي بنيادونه په نښه شول، د سر سړي او د دستار سړي، قامي او سيميز مشران، فنکاران او جرنلسټان مي بې دريغه په نښه کېږي. هر تاوان مي تش تر خپله قامه محدود دی. له پنجاب نه کوم احتجاج ريکارډ شو؟ د قامي دائرې او حب الوطنۍ دا ادا د کمال ده او په موږ کي که اوس هم څوک دې ته وفادار وي نو هغه به د دوي تنخواه دار وي. اوس هم جنګ واضحه دی او هم دښمن، له اوږدو تجربو پس هيڅ هم مبهم پاته نه دي، اوس هم که څوک دې ته د ابهام په نظر ګوري، نو هغه به د پرديو سترګو خاوند وي. موږ د دېرش کلنې جنګي تجربې پس ولې د خپل شهيد په قاتل پسې “اسم نامعلوم” مقدمه درج کړو. زندګۍ په دې بې وسه احساس نه کېږي، د ژړا زمانې لاړې، مبارزه ټينګ کمټمنټ غواړي .
د تاريخ پر دې احساس پړاؤ هر مسوول ته د خپل مسووليت ادراک پکار دی، پر جدي بنيادونو بايد د وطن claim وشي. موږ د ژوند لپاره مبارزه کوو، د سر بقاء غواړو. دا د منظم نظرياتي جدوجهد تقاضا کوي. نړۍ ته سترګې اړول غواړي او په ضمن کي به خپله طبقه او خپله طبقاتي مبارزه پېژندل وي. زموږ د قام کړۍ د نړۍ د اخوت په زنځير کي چرې پېوند کېږي؟ سترګور څوک مو بايد په دې وپوهوي. ځکه چي په جنګونو کي مو د ژوند د سفر زاڼې د نړۍ له سېله وتلي ښکاري. موږ غلط معارفي کړل شوي يو او زموږ په حواله يې په نړۍ کي زياتې مغالطې خورولې دي. اوس وخت دی، چي دا غلطۍ او مغالطې وشنل شي او د تصوير رښتينی اړخ څرګند کړل شي. ددې لپاره به د خپل قامي تحريک مرسته يقيني کول وي او د تحريک د ثابت قدم ساتلو لپاره به جدي اوسېدل وي. هم دا د ذهني بېدارۍ او عملي مبارزې وخت دی. دا د امتحان وخت دی. ددې لپاره د ژړا، فرياد او قرارداد نه بلکې د مېړاني، جدوجهد او مزاحمت ضرورت دی.
khanzaman_kakar@yahoo.com