د پاكستاني پوځ مشر اشفق پرويز كياني نن په پاكستان كې د افغان ولسمشر حامدكرزي سره په ليدنه كې وړانديز وكړ چې افغان ځواكونو ته به پاكستان كې پوځي زده كړې وركړي.
د نېشن د خبر له مخې كياني له حامدكرزي سره په سيمه كې د اوسنيو امنيتي حالاتو، د ترهګرو د ځپلو، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې د موضوعاتو، د هلمند د عملياتو او همدارنګه د افغانستان لپاره د هېوادونو د نوي تګلارې په اړه خبرې اترې وكړې.
كياني د خبرو اترو پر مهال همدارنګه ولسمشر كرزي ته وويل چې د افغاني پوځيانو لپاره به په پاكستاني انسټيوټونو كې د زده كړې او تمرين زمينه برابره كړي.
حامدكرزي په دې اړه وويل چې افغانستان ته دا په زړه پورې ده چې پوځيان يې د پاكستاني پوځ له خوا تمرين شي، ده وويل چې په دې اړه به ډېر ژر پرېكړه وشي.
كرزي دا هم وويل چې د افغانستان او پاكستان ګټې سره شريكې دي، په افغانستان كې سوله او ثبات نه يوازې د پاكستان لپاره مهم دى بلكې د ټولې سيمې لپاره حياتي مسله ده.