کور / تازه خبرونه / كابل او اسلام اباد: په ګډه بايد د ترهګرۍ سره مبارزه وكړو

كابل او اسلام اباد: په ګډه بايد د ترهګرۍ سره مبارزه وكړو

د پاكستان ولسمشر اصف علي زردادي له افغان سيال حامد كرزي سره تېره ورځ په اسلام اباد كې خبرې اترې وكړې، دوى دواړو ژمنه وكړه چې په ګډه به د ترهګرۍ سره سيالي كوي، او همدا رنګه يې په سيمه كې د سولې او امنيت د راتګ په اړه بحث وكړ.
افغان ولسمشر حامد كرزى چې د يو ۴۵ كسيز پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو لپاره پاكستان ته تللى دى تېره ورځ ماپښين يې د پاكستان له ولسمشر سره وليدل.
زرداري په دې ليدنه كې پر دې زور واچاوه چې دواړه هېوادونه بايد خپله انډيوالي ښه غښتلې كړي او د ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وكړي.
ده وويل چې دواړه هېوادونه بايد په يوه ژبه او يوه خوله خپلې ستونزې نړيوالو ته بيان كړي ځكه دواړه هېوادونه له يوې ستونزې يانې ترهګرۍ څخه ځوريږي.
افغان ولسمشر وويل چې دواړه هېوادونه بايد خپله دوستي پياوړې كړي، همدارنګه اقتصادي انډيوالي غښتلې كړي او د دواړې خواې تر خپل منځ سوداګرۍ ته پرمختګ وركړي.
ده همدارنګه له پاكستان څخه مننه وكړه چې په افغانستان كې يې د بيا رغونې په برخه كې مرسته كړې ده.
دواړو خواوو پر دې زور واچاوه چې د دواړو هېوادونو تر منځ ټينګې او سالمې اړيكې خورا مهمې دي.
افغان ولسمشر او ورسره پلاوى به يې همدارنګه د پاكستان له لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني او نورو لوړ پوړو چارواكو سره هم وګوري.
شنوونكي په دې باور دي چې افغان پلو به له پاكستان څخه د هغه طالب مشرانو د ورسپارلو غوښتنه هم وكړي چې دې هېواد په تېرو دوو مياشتو كې نيولي دي، دوى به همدارنګه له پاكستانه وغواړي چې پر طالبانو زور راوړي تر څو له افغان دولت سره خبرو اترو ته كښېني.