کور / تازه خبرونه / له چمن څخه بولدک ته پر اوښتونکو موټرانو بنديز ولګېدئ

له چمن څخه بولدک ته پر اوښتونکو موټرانو بنديز ولګېدئ

د بلوچستان ايالت له سرحدي ښارګوټي چمن او کوټي څخه د کندهار بولدک ولسوالي ته پر اوښتونکو ټکسي موټرانو بنديز ولګېدئ.
د راپورونو له مخي د څو ورځو راهيسي د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ اختلافات راپورته سوي چي له امله يې پر کوچنيو موټرانو بنديز ولګېدئ، خو بار وړونکي موټران لا ځي او راځي.
د چمن د سرحدي پوليسو مشر کرنل اسد شهزاد خټک وايي هره ورځ پر دې لاره ٥٠٠٠ کوچني موټران ځي او راځي چي له امله يې ٢٠٠٠٠ تنه يوې او بلي خواته اوړي، خو د افغان پوليسو له خوا خنډونو دې ته اړ کړو چي د دواړو خواوو د موټرانو مخنيوى وکړو.
بلي خوا ته د کندهار د سرحدي لېوا يوه افسر لراوبر ته وويل دوى ځکه افغان خاوري ته د پاکستاني ټکسيانو اوښتل منع کړي، چي افغان ټکسيانو ته چمن يا کوټي د اوښتلو اجازه نه ورکول کېده، خو پاکستاني هغه به تربولدک پوري را تلل.
د سرحدي لېوا قومندان عبدالرازق وايي افغان حکومت د دوستۍ په نوم دروازه باندي هم ناراضه دئ، ځکه دغه دروازه تر پخواني ځاى څو کيلومتره رامخته سوې ده.
بلي خواته د چمن د تجارانو اتحاديه وايي د افغان او پاکستاني پوليسو ترمنځ ستونزه د ناقانونه ټکسونو پر اخيستلو رامنځته سوې ده.
د کوټي څخه بولدک ته يوه راغلي مسافر لراوبر ته وويل د بولدک له ځنيځر څخه تر کوټي پوري په حساب نهه ځايه پاکستاني پوليس د سپرليو پر سر له موټروان څخه پيسې اخلي.
د نوموړي په وينا له بولدک څخه تر کوټي پوري دوى مجبوره دي چي د همدغو ټکسونو له امله نيژدې ١٠٠٠ پاکستانۍ کلداري يوازي کرايه ورکړي.