کور / تازه خبرونه / برتانيه: خالد شېخ ته ناقانونه شکنجې ورکول کېږي

برتانيه: خالد شېخ ته ناقانونه شکنجې ورکول کېږي

د برتانيې استخباراتي اداره وايي د سپټمبر د يوولسمي د بريدونو په تور پر نيول سوي کس خالد شېخ محمد سره په زندان کي ناقانونه سختي سوې ده.
خالد شېخ چي اوس په امريکا کي بندي دئ تر دې دمخه له بشري حقونو څخه خلاف ناقانونه شکنجې ورکول سوي وې.
د برتانيې د استخباراتو پخوانى مشر ايليسا بلير وايي امريکا نه غواړي چي پر خالد شېخ باندي د روان ظلم څخه برتانيه يا بل هيواد خبر سي.
نوموړي ويلي امريکايانو خالد شېخ ته ١٦٠ واره په اوبو کي داسي شکنجې ورکړي چي له امله يې بندي هره شېبه په اوبو کي د ډوبېدو فکر کوي.