کور / تازه خبرونه / بې پيلوټه الوتکو ١٢١٠ کسان وژلي دي

بې پيلوټه الوتکو ١٢١٠ کسان وژلي دي


پر پښتونخوا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له کبله د رامنځته سوي مرګ ژوبلي يو راپور خپور سوئ چي وايي تر اوسه ١٢١٠ تنه په دې حملو کي وژل سوي دي.
په واشنګټن کي د نيوامريکن فاونډېشن يو څېړنيز راپور وايي دغه حملې چي د شپږو کالو راهيسي رواني دي په سيمه کي يې د جنګياليو د کمزورۍ سبب ګرځېدلي، خو هغوى لا اوس هم ځانمرګو بريدونو او پر غربي اهدافو د حملو دپاره کسان روزي او د هغوى د دې فعاليتونو مخنيوى هيڅ امکان نه لري.
دغه راپور وايي په ٢٠٠٩ کال د اوباما د ادارې په راتګ سره د بې پيلوټه الوتکو په بمبارۍ کي په حيرانوونکې توګه زياتوالى راغئ، چي د قبايلي جنګياليو او القاعدې لوړ پوړي مشران پکښي ووژل سول.
د راپور له مخي په ٢٠٠٩ کال کي ٥١ حملې کړي، په داسي حال کي چي د بوش د اته کلني واکمنۍ په ټوله موده کي ٤٥ حملې ترسره سوي وې.
راپور وايي په دغو ١١٤ حملو کي ټول ١٢١٠ کسان مړه سوي چي ٨٥٠ يې جنګيالي او پاتي نور يې ملکي کسان دي.