د پښتونخوا په مانسهره كې نامالومه وسله والو پر يوه غير دولتي اداره بريد كړى چې په ډزو يې د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه وژلي دي.
پوليسو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه سهار مهال له مانسهرې څخه نژدې څلوېښت كيلومټره لرې د اوګې په سيمه كې را منځته شوې ده.
د دوى په وينا چې يوه ډله وسله والو د ورلډ ويژن په نوم د يوه غير دولتي موسسې پر اداره ړانده فايرونه وكړل، خو ځايي خلك بيا وايي چې لومړى دغه دفتر ته بمونه ور وغورځول شول او بيا وسله والو د دفتر پر كاركوونكو ډزې پيل كړې.
ورلډ ويژن يوه امريكايي مرستندويه اداره ده چې په سيمه كې د ماشومانو د روغتيا او نورو پرمختيايي كارونو په برخه كې كار كوي.