د پکتيکا ولايتي مقامات وايي د چارشنبې په ورځ په دغه ولايت کي يوه ځانمرګي بريد کوونکي پنځه کسه ووژل.
د پکتيکا امنيه قومندان دولت خان ځدراڼ وايي په حمله کي چي نن سهار په برمل ولسوالي کي پر سرحدي پوليسو سوې پنځه تنه مړه سوي چي څلور يې سرحدي پوليس دي.
نوموړي ويلي ښايي د مرګ ژوبلي کچه تر دې هم لوړه سي، خو دا يې ونه ويل چي په پېښه کي څو تنه ټبيان سوي دي.